جو بايډن: دا ستونزمن کار دی چې ټول امریکايي پوځ به د روان کال د مې له لومړۍ نيټې څخه له افغانستان څخه ووځي
cri2021-03-26 11:29:50
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ په ۲۵مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د خپلې ولسمشرۍ په ۶۵مه ورځ په لومړۍ خبري ناسته کې وويل چې له کرونا وبا سره مبارزه او د اقتصاد اعاده کول د امريکا حکومت لپاره تر ټولو بېړنۍ دنده ده.

له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په هکله هغه وويل چې دا ستونزمن کار دی چې امريکايي پوځ به د روان کال د مې له لومړۍ نيټې څخه په پوره توګه له دې هېواد څخه ووځي. هغه زياته کړه چې امريکا اوس په دې اړه له خپلو ملګرو ناټو غړو سره سلامشوره کوي. له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو کار بايد په منظم ډول تر سره شي. خو هغه وويل چې امريکا نيت نه لري چې د اوږدې مودې لپاره به په افغانستان کې پوځي حظور ولري او امريکايي پوځ ښايي په راتلونکي کال کې په دې هېواد کې پاتې نشي.(غاټول)