د لويديځو هيوادونو د سياستوالو تورونه د شينجيانګ سپينې پنبې نه شي بدنامولی
CRI2021-03-27 15:12:22
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې دغه هيواد به د بريتانيا پر هغو نهو شخصيتونو او څلور ارګانونو باندې بنديز ولګوي چې په بد نيت سره جعلي، ناسم معلومات او درواغجنې خبرې خپروي. بريتانيا تر دې مخکې د تش په نامه د شينجيانګ د بشري حقونو د مسئلې په پلمه د چين پر ځينو شخصيتونو او ارګانونو بنديزونه لګولي دي چې دا د بريتانيا دغې کړنې ته د چين ځواب دی. چين په پاکه او شفافه توګه بهرنۍ ټولنې ته ښيي، هر عمل چې د شينجيانګ د پرمختګ په بهير کې خنډونه جوړوي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، چين يې هيڅکله په وړاندې خاموشه نه شي پاتې کېدلی.

په دې وروستۍ موده کې د چين ضد ځينو لويديځو کړيو په ډيرې بې شرمۍ او ليوانتوب سره د چين په شينجيانګ کې د بشري حقونو د پرمختګ پر حالت ډېر بې بنسټه تورونه لګولي دي او په تيره بيا يې داسې بې معني، جعلي او درواغجن معلومات جوړ کړي چې تش په نامه پروپاګند دی او ويلي يې دي چې په شينجيانګ کې د پنبې د کرکيلې په چارو کې پر خلکو د اجباري کارونه تر سره کيږي.

په حقيقت کې د اجباري کارونو خولۍ بيخي د چين پر سر کېنښودل شي. د کارګرو نړيوال سازمان په تعهد نامه کې په څرګنده توګه دېته اشاره شوې ده، اجباري کارونه هغه ته ويل کيږي چې  د جزا او زور زياتي  له لارې  خلکو کارونو ته اړ ايستل کيږي هغه چې په خپله خوښه يې تر سره کول نه غواړي. خو په شينجيانګ دغسې حالت بيخي شتون نه لري. د شينجيانګ د کرنيزو چارو ارګان د يوې تازه شميرنې په خپرولو سره ويلي، په شينجيانګ کې د ماشينونو له لارې د پنبې حاصلاتو انډول ۶۹اعشاريه ۸۳ سلنې ته رسيدلی دی. په دې وروستيو ورځو کې په شينجيانګ کې زيات شمېر انټرنيټ کاروونکي په شينجيانګ کې د پنبې حاصلاتو راټولوونکو ماشينونو له لارې ډېرې ويډيو ګانې او عکسونه خپاره کړي دي. برسيره پر دې په شينجيانګ کې د پنبې حاطلاتو راټولولوکارونو ځايي اوسيدونکو ته زياتې ګټې رسولې دي حتی زيات شمېر کسانو له نورو ولايتونو څخه په خپله خوښه په شينجيانګ کې په دې برخه کې د کارونو لپاره تللي دي او ښه عايدات او  پيسي تر لاسه کوي، نو بنا پر دې هېڅ جبر ته اړتيا نشته ، نو پوښتنه دا ده چې ولې اجباري کړنې رامنځته شي؟ د شينجيانګ د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په شينجيانګ کې د پنبې حاصلاتو راټولولو او کرلو په چارو کې کارګرانو او بزګرانو په خپلو خوښه د ګډو ازادو نظريو پر بنسټ د کار قراردادونه لاسليک کړي دي. د پنبې د حاصلاتو راټولولو په پنځوسو ورځو کې د پنبې اخيستونکو عايدات څه دپاسه لس زره يوانو ته رسيدلی شي. په لنډ او کم وخت کې د دومره زياتو پيسو ګټل لويه خبره ده ، دوی ټول په خوشحالۍ سره دغه کارونه تر سره کوي.

نو د چين ضد د لويديځو کړيو د جعلي، ناسمو معلوماتو او ګونګوسو په هکله په شينجيانګ کې د پنبې بزګران ډېر غوسه دي. د شينجيانګ د اقسو سيمې د پنبې کرلو بزګر مجيدي ايميټي وويل، دغه ګونګوسې جوړوونکي زموږ د حقونو او ګټو د ساتلو په هدف نه دي لګيا، خو دوی غواړي زموږ پنبې په پټيو کې خرابې پاتې شي. تر څو موږ بيا بېوزلي شو، نو موږ د دوی له دغه ډول رويې سره ټينګ مخالفت کوو.

که له يوې خوا دوی ډول ډول جعلي، ناسم معلومات وړاندې کوي، د شينجيانګ په ځايي ادارې تور لګوي او پر چين د تش په نامه د بنديزونو لګولو لپاره پلمې جوړوي. بله خوا څرنګه چې پنبې په شينجيانګ کې بنسټيزې توليدي چارې دې، نو د چين ضد لويديځي کړۍ غواړي په دې توګه له بېلا بېلو لارو په ټوله نړۍ کې د پنبې د توليد چارو له ځنځير څخه د شينجيانګ ونډه ليرې کړي او په دې وسيله د شينجيانګ اقتصاد خرابول غواړي، په شينجيانګ کې خړپړتيا جوړه کړي او د چين د پرمختګ په بهير کې خنډونه رامنځته کړي. د دوی توطيه به هرومرو رسوا او ناکامه شي.