د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين هدف هېڅکله له امريکا څخه پښه اړول نه دي
CRI2021-03-27 14:41:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويلې، د چين هدف هېڅکله له امريکا څخه پښه اړول نه دي، خو په پر له پسي ډول به خپل پرمختګ ته ادامه ورکړي او لا ښه چين به وګرځي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په ځايي وخت د مارچ په ۲۵مه نېټه د ولسمشر په توګه د کارونو له پيل کولو وروسته په لومړۍ خبري ناسته کې ويلي وو، امريکا له چين سره مقابله کول نه غواړي، خو له چين سره به ډېره سخته سيالي وکړي. هغه له چين څخه غوښتنه کړې وه چې نړيوال اصول مراعات کړي او ويلي يې وو د خپلې ولسمشرۍ ماموريت په موده کې به چين ته اجازه ورنه کړي چې له امريکا څخه پښه واړوي.

په دې هکله هوا چون ينګ وويل، د دواړو هيوادونو او د ټولې نړۍ د خلکو د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ بايد د دواړو هيوادونو ګډ عمده هدف اوسي. هغه زياته کړه، داسې مسئله بيخي نه شته چې امريکا له چين څخه غوښتنه کوي چې نړيوال اصول مراعات کړي. د نړيوالو اصولو مراعات کولو په برخه کې چين ډېر ښه کارونه تر سره کړي دي، خو امريکا ښايي چې پياوړتيا ته اړتيا ولري.