د ايران ولسمشر د چين له خارجه وزير سره وکتل
cri2021-03-28 12:13:04
شريکول:

د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ۲۷ مه نېټه په تهران کې د چین د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي حسن روحاني ته وويل، چين د نړیوال وضعيت د هر بدلون پر وړاندې له ايران سره د خپلو اړیکو د پرمختګ په اړه خپله اراده نه بدلوي. سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰ مې کليزې سره برابر دی، نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو پلان لاسليک شوی او دغه پلان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره يوه مجموعي کړنلاره برابره کړي چې نه یوازې به د دواړو هېوادونو د خلکو، بلکې د سيمه يیزې او نړیوالې سولې په ګټه به وي.

وانګ يي زياته کړه چې چين د ملي حاکميت او وقار د ساتلو او د پرمختګ لارې د ټاکلو په برخو کې د ايران له اقداماتو څخه ټينګ ملاتړ کوي او پر دغه هېواد د نورو هېوادونو له بې اساسه يو اړخيزو بنديزونو سره ټینګ مخالفت کوي.

نوموړي دې ته اشاره کړې، چې دواړه هېوادونه دې په دقت سره په خپلو سيمه ييزو چارو کې د بهرنيو هېوادونو د مداخلې بده نتيجه وڅېړي او د سيمې د دایمي سولې او ارامۍ د ساتلو لپاره دې اغېزمنې لارې چارې پيدا کړي. چين د منځني ختيځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو په اړه پنځه فقره ييز وړانديز کړی او هيله ده چې د سيمې هېوادونه د جيوپوليتيکس سيالۍ له منفي اغېزو څخه ځانونه وساتي، له خپل ملي وضعيت سره مساعده او مناسبه پرمختيايي لاره پيدا کړي او د سيمه ييزو هېوادونو له ګډو ګټو سره سم امنيتي چوکاټ جوړ کړي.

حسن روحاني وويل، ايران چين خپل ډېر مهم همکار ګڼي او پدې اند دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو پلان به د خپلمنځي راتلونکو همکاريو لپاره یوه روښانه لار نقشه جوړه کړي. 

نوموړي زياته کړه چې د ايران ذروي تړون څو اړخيز تړون دی، امریکا دې له شرط پرته د دغه تړون دوباره رعايت ته راوګرځي. ايران د دغه تړون د ساتنې په برخه کې د چين له رول څخه مننه کوي او غواړي پدې برخه کې له چين سره تماس ته دوام ورکړي.