د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷ مه نېټه په مصر کې د اورګاډيو ټکر له امله د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، خبر شوم چې په مصر کې اورګاډي ټکر شوي چې له امله يې زياتې مرګ ژوبلی اوښتې. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او په خپل عنوان د مسافرو په مړينه خواشينی شوم او د قربانيانو خپلوانو او ټپيانو ته ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم.
(مينه)