د بريتانيې هغه ارګان چې د چين حکومت له بنديز سره به مخ شي، د شينجيانګ له بېلتون غوښتونکي سازمان سره ټينګې اړيکې لري
cri2021-03-28 12:23:51
شريکول:

بريتانيې د مارچ په ۲۲مه نېټه د تش په نامه د شينجيانګ د بشري حقونو د مسئلې په پلمه د چين پر ځينو شخصيتونو او ارګانونو باندې د يو اړخيز بنديز لګولو اعلان وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه سهار د بريتانيي پر نهو شخصيتونو او څلورو ارګانونو باندې د بنديز لګولو اعلان وکړ او دغه هيواد ته يې خبرداری ورکړ چې په دغسې غلطه لاره دې نور مخکې نه ځي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وېبسايټ د مارچ په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د بريتانيا په څلورو ارګانونو او نهو شخصيتونو باندې يې بنديزونه لګولي دي چې دوی دروغ وايي، ناسم او غلط معلومات خپروي. د بنديزونو له مخې د اړوندو کسانو او د دوی د خپلوانو ته به چين ته د سفر کولو او داخلېدو اجازه نه وي، په چين کې د دوی پانګې کنګل شوې او چينايي اتباع هم له دوی سره له هر ډول معاملو څخه منع کړی شوي دي.

د دغو نهو شخصيتونو اکثريت د بريتانيا د محافظه کاره ګوند غړي دي او د تش په نامه د بشري حقونو مدافع وکيلان دي. دوی د شينجيانګ په اړه د دروغو او جعلي معلوماتو، پروپاګند او د توطيو د جوړولو په چارو کې څه ترسره کړي؟ په هغو نهو شخصيتونو کې څلور تنه د تش په نامه د نژادي ټولوژنې د لايحې تعديلوونکي دي. د بريتانيې د اېنډيپنډېنټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د بريتانيا پارلمان لخوا د نړيوال تجارت په اړه يو قانوني سند کې  د تش په نامه د نژادي ټولوژنې د لايحې تعديلول د محافظه کاره ګوند لخوا د بد نيت له مخې د ځينو موادو د زياتولو هڅه ده. دغه لايحه په پيل کې د بريتانيي د سنا مجلس غړي (David Alton) دويډ التون لخوا وړاندې شوې وه. د ګاردين ورځپاڼې خبر پر اساس چې دغه لايحه د چين د شينجيانګ د چارو په اړه طرحه او جوړه شوې ده. د پاملرنې وړ دا ده، چې وايي د بريتانيې حکومت له دغې لايحې سره مخالفت کوي چې په دې توګه پای کې د سنا په مجلس کې د رايګيرۍ له لارې رد شوه.

د چين د بهرنيو ستراتيژيکو او د سولې د څيړنې مرکز منشي د سو هاو په اند، دغه کسان په اوږده موده کې د بريتانيي په پارلمان کې د چين ضد کارونه تر سره کولو لګيا دي او حتې د نورو لويديځو هيوادونو له ځينو سياستوالو سره په ګډه د چين ضد غږونه يې پورته کړي دي. دغه کسان په لويديځو هيوادونو کې د چين په وړاندې د تبعيض او تعصب استازي دي او له دې لارې يوازې د دغو هيوادونو تنګ نظري ښکاره کوي او خپلې شخصي ګټې ساتي. سو هاو دېته په اشارې سره زياته کړه، د چين په هکله موږ بايد پر دغو کسانو په زغرده او مستقيم انتقادونه وکړو، ويې ننګوو، ځواب يې ورکړو تر څو د دوی بدې موخې او بد نيتونه د چينايانو او نړيوالو ته ښکاره او څرګند شي.

په يادو نهو کسانو کې څو تنو نورو هم په پر له پسي ډول د شينجيانګ په هکله درواغجنې او بې بنياده خبرې خپرې کړې، د بېلګې په توګه د بريتانيي د نيوکاستلي پوهنتون د تش په نامه د چين په هکله څيړونکي جو سمېد فينلي (Jo Smith Finley) چې د ډېر وخت راهيسې د شينجيانګ په هکله د جعلي او ناسمو معلومات په جوړولو بوخت دی. د تش په نامه د بشري حقونو په هکله مدافع وکيل ګيوفري نيس (Geoffrey Nice) د هانکانګ د خړپړتيا او تاوتريخوالي د جوړوونکي ليانګ تيان ملاتړ يې وکړ کوم چې د اويغوريانو بېلتون غوښتونکو ډلې د محکمې رئيس دی، دغه تش په نامه سازمان هم دا ځل د چين د بنديز په لېست کې شامل دی. هغه د هانکانګ د پرمختګ د بشري حقونو سازمان څارنې په هدف د هانکانګ د څيړنې يو ملاتړ کوونکی هم دی. بل کس توګنهات چې د چين د بنديز په لېست کې شامل دی، د بريتانيي د سنا مجلس د بهرنيو چارو کميټې رئيس او د محافظه کاره ګوند غړی دی. هغه د تېر کال په اپريل مياشت کې په چين کې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په بهير او کارونو باندې تورونه لګولي دي او په همدې وخت کې د تش په نامه د چين د څيړنې ګروپ يې جوړ کړی دی چې پنځوس تنه غړي لري. دغه ګروپ تل د يو کمربند او يوې لارې، د هوا وې د تېکنالوژۍ، د چين د هانکانګ او شينجيانګ په چارو کې يې لاسوهنه کړې دي.

د امريکا پخواني خارجه وزير مايک پومپيو د تېر کال په جولای مياشت کې له بريتانيي څخه د ليدنې په وخت کې د ټولو ډيپلوماتيکو اصولو ماتولو او پښو لاندې کولو سره د دغه هيواد له لومړي وزير بوريس جانسن سره تر ليدنې مخکې لومړی له دغه ګروپ سره ليدنه وکړه. توګنهاټ د روان کال په پيل کې د دغه ګروپ د جوړوونکي په توګه د شينجيانګ، شيځانګ او هانکانګ چارو په هکله پر چين بې بنسټه تورونه لګولي دي.

د تش په نامه د اويغوريانو د خپلواکۍ محکمه د تېر کال په سپتمبر کې په بريتانيا کې جوړه شوه چې هدف په شينجيانګ کې د نژادي ټولوژنې د شتوالي او نه شتوالي په اړه څيړنې کول دي او د څيړنو لګښت يې ټول د شينجيانګ د خپلواکۍ سازمان د اويغوريانو د نړيوال کنفرانس لخوا برابريږي او دغه سازمان په واقعي توګه له نړيوالو ترهګريزو سازمانونو سره نژدې تړاو لري، چې د محافظه کاره ګوند د بشري حقونو کمېټې په ۲۰۰۵ کال کې او د بريتانيي د سرپرست خارجه وزير لخوا جوړه شوې ده او د ډېرو کلونو راهيسې د ګونګوسو، تش په نامه د چين د بشري حقوقو په هکله جعلي او ناسم معلومات خپروي.

 سو هاو وويل، دغه څانګې په حقيقت کې د لويديځو هيوادونو د شخصي ګټو او د ځينو لويو سرمايه دارانو استايتوب کوي. چين پر دغو شخصيتونو او ارګانونو د بنديزونو لګولو له لارې دوی ته خبرداری ورکوي چې دوی به حتما د خپلو ناسمو کړنو او بدو نيتونو لوړه بيه ورکړي.