د چين او کيوبا مشرانو يو بل ته پيغامونه واستول
زقه2021-03-29 10:41:23
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړی منشي راول کاسترو او د دغه د هېواد دولت رئيس دياز کانيل ته د دې په مناسبت ځوابي پيغامونه وليږل چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په مبارزه کې د چين د برياليتوب له امله يې شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

راول کاسترو او دياز کانيل په دې وروستيو کې د کيوبا د کمونېست ګوند او د دغه هېواد د حکومت او خلکو په استازيتوب شي جين پينګ ته د پيغامونو په ليږلو سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو په مبارزه کې د چين د هراړخيز برياليتوب په مناسبت مبارکي څرګنده کړې او ستاينه يې کړې چې چين د دغه هېواد د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې دغه ستر برياليتوب تر لاسه کړی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا له ټاکلي پلان نه لس کاله مخکې يې د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخه پوره کړې ده، کيوبا غواړي له چين سره همکارۍ لا پياوړې کړي.