اوس په چين کې د کرونا وبا ضد واکسين د تزريق کار په خوندي او منظم ډول تر سره کېږي. په ټول هېواد کې خلکو ته تر ۱۰۰ ميليونو زيات دوزه واکسين تزريق شوي. چين کې د ناروغۍ د وقايې او کنټرول مرکز د مصؤنيت د پلان لومړي کارپوه وانګ هوا چينګ د مارچ په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا په يوه مطبوعاتي ناسته کې ويلي، چې د چيني واکسين د مؤثريت وخت له نيم کال څخه هم زيات دی.
د چين د سينوفارم کمپنۍ يو مسوول جانګ يون تاو وويل چې دوی د کرونا وبا ضد د لااغېزمن واکسين د جوړولو طرحه برابره کړې، د دې ډول واکسين کلينکي ازموينه به په بهرنيو هېوادونو کې پيل شي. (شکريه)