اقليمي بدلون د انسانانو پر وړاندې يوه ګډه ننګونه ده او د نړۍ لپاه تر ټولو مهم او بېړنی کار دا دی، چې د نفتو او طبيعي ګازو په ګډون د فوسيل پر انرژۍ تکيه ونه کړي او د پاکې انرژۍ د پراختيا او د برېښنايي انرژۍ د برابرولو پر اساس نوی سيسټم رامنځته کړي. په دې وروستيو کلونو کې چين خپل تخنيکي غوره والی پوره لوبولی او په دوامداره توګه يې له بهرنيو هېوادونو سره د انرژۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړې دي. نننۍ تبصره مو همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.
چين د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د پرمختګ په يوه سرمشريزه غونډه کې وړانديز وکړ، چې" په ګرده نړۍ کې د انرژۍ شبکې د جوړولو په اړه دې بحثونه وشي او په نړۍ کې د برېښنا د اړتياوو د پوره کولو لپاره دې پاکې او زرغونې لارې ته وده ورکړل شي."
د انرژۍ نړيوال سازمان (( د نړۍ د انرژۍ شبکې د پرمختګ او همکارۍ سازمان )) د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې په بېجينګ کې تاسيس او لومړۍ غونډه يې ترسره کړه. د دې سازمان سرمنشي وو شيوان وايي، چې د ۵ کالو تر پرمختګ وروسته په نړۍ کې د انرژۍ شبکې په اړه د چين وړانديز په نړيوالې ګډې نظريې بدل شوی او د عمل جامه ور اچول شوې ده. ښاغلي وو شوان وويل،
(اواز ۱)
د نړۍ د انرژۍ شبکې د پرمختګ او همکارۍ سازمان په ۱۳۲هېوادونو او سيمو کې ۱۱۵۷ غړي لري او داسې ويل کېږي، چې دا په نړۍ کې داسې نړيوال سازمان تاسيس دی، چې د هر چا وينا ته پکې درناوی کيږي، په ګردې نړۍ کې نفوذ او ځواک لري.
چين د الترا های واکيوم(( UHV ( (Ultra High Vacuum)) د برېښنا ټېکنالوژي تر لاسه کړې او د دې ټېکنالوژۍ د پوهې مالکيت حق لري. په نړۍ کې د انرژۍشبکې د پراختيا او همکارۍ سازمان د اقتصاد او ټېکنالوژۍ دڅېړنيز انسټيټيوت مرستيال مشر هوانګ هان وايي:
(اواز ۲ )
چين الترا های واکيوم نوښت کړی او دا په نړۍ کې مخکښ نوښت دی .چين د دې ټېکنالوژۍ د پوهنې مالکيت پوره حق لري. د دې ټېکنالوژۍ پر مټ د اوږد واټن لوی ظرفيت برېښنا لېږدونې او ترتيب کولو اصلي ستونزې حل شوې دي.
د ياد سازمان مرستيال سرمنشي چنګ جه چيانګ په دې اند دی، چې دغه سازمان به په راتلونکي کې په پر له پسې توګه خپل غوره والی وښيي او د چين له ګاونډيو هېوادونو سره به د برېښنا په برخه کې تبادلې پياوړې کړي او د چين د ورخلاصون تر شرايطو لاندې به د دغه هيواد د انرژۍ امنيت وساتل شي. ښاغلي چنګ جه چيانګ وويل:
(اواز ۳)
د چين د الترا های واکيوم ټېکنالوژۍ په کارولو سره د روسيې، اروپا او منځني ختيځ لمريزه او بادي برېښنا چين ته ليږدولی شو او په عين وخت کې دا کار هم ترې اخيستلی شو، چې له جنوبي آسيا څخه د اوبو، باد او لمر انرژي د چين جنوب لوېديځې سيمې ته ولېږدو او د آسيا او افريقا، چين، جاپان او کوريا جمهوريت او د جنوبي آسيا په سيمو کې به د برېښنايي شبکې پرمختګ ته وده ورکړو. دا به په چين کې د ټيټ کاربن او زرغون پرمختګ هدف د ترلاسه کولو لپاره مهم رول ولوبوي.