وانګ يي: د بشري حقونو په برخه کې د ځينو لويديځو هېوادونو نظريې د نړيوالو نظريو استازيتوب نه کوي
CRI2021-03-29 14:37:06
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مځې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۸مه نېټه د عربي متحده اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې د دغه هېواد له خارجه وزير شيخ عبدالله بن زايد سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي په خبرو کې د بشري حقونو د يادولو په ترڅ کې وويل، د يو هېواد د بشري حقونو وضعيت بايد د دغه هېواد د خلکو له خوا وارزول شي، نه د نورو هېوادونو له خوا. د بشري حقونو په برخه کې د ځينو لويديځو هېوادونو نظريې د نړيوالو نظريو استازيتوب نه شي کولی، نړۍ بايد د پرمختيايي هېوادونو نظريې واوري او ومني، څو د بشري حقونو په اړه لا هراړخيز او عادلانه تعريف وړاندې شي. بېلا بېل هېوادونه بېلا بېل دودونه لري او د پرمختګ په بېلا بېلو پړاونو کې دي، نو دا معقوله ده چې دوی د بشري حقونو په چارو کې بېلو برخو ته په درنه سترګه ګوري. چين له دې سره مخالفت کوي چې ځيني هېوادونه د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او له بشري حقونو څخه د نورو هېوادونو پر ضد د سياسي وسيلې په توګه استفاده کوي.

عبدالله وويل، د بشري حقونو د ارزونې معيار دا دی چې ايا د هماغه هېواد خلک نيکمرغه او آرام ژوند لري. په زور پر نورو د ځان غوښتنې ورتپل د بادارۍ غوښتنې معنا لري. د بشري حقونو په چارو کې زيات پرمختيايي هېوادونه له غير عادلانه سلوک سره مخامخ شوي دي. عربي متحده امارات غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.