د امريکا په شمول ځيني لوېديځ هېوادونه د شینجيانګ په اړه لويه دسيسه لري
cri2021-03-30 14:27:08
شريکول:

چينايانو په دې وروستيو ورځو کې پخپله خوښه د هغو بهرنيو تصديو توليدات رد کړل چې د شينجيانګ د پمبې کارول يې رد کړل، امريکا په دې اړه درواغ جوړ کړل. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۲۹مه نېټه په دې هکله وويل، د امريکا ځينو سياستوالو نه يوازې د شينجيانګ د پمبيې په اړه دروغ ويلي چې دغو چارو او حتی د چين اقتصادي ګټو ته يې زيانونه رسولي، بلکې دا نيت لري چې د چين حکومت او وګړيو ترمنځ اختلافات جوړ کړي، نو ترې ښکاري چې د امريکا په شمول ځيني لوېديځ هېوادونه د شينجيانګ په اړه لويه دسيسه لري. 

نوموړي وويل، د شينجيانګ پمبې په توليد کې تش په نوم جبري کار بيحی شتون نه لري. د پمبې ټولولو کارونو کې عايد لوړ دی او دغو کارکوونکو ټولو پخپله خوښه د مساواتو پر بنسټ کاري تړون لاسليک کړی دی، نو هېڅ اجبار ته اړتيا نه لري. د شينجيانګ د کرهڼيزو چارو ارګان د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په شينجيانګ کې د پمبې ټولولو په بهير کې د ماشينونو کارولو اندازه ۷۰ سلنې ته رسېدلی. د پمبې کرلوونکي د موبايلفون د APP په وسيله د ماشين خدمت  سپارښتنه او اخيستل کولای شي. (هيله)