د فليپين لخوا اخيستل شوی د چين د سينواک شرکت توليد شوي واکسين لومړۍ جوپه دغه هېواد ته ورسېدله
cri2021-03-30 14:17:33
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فليپين حکومت لخوا اخيستل شوی د چين د سينواک شرکت توليد شوي واکسين لومړۍ جوپه د مارچ په ۲۹مه نېټه د دې هېواد پلازمينې مانيلا ته ورسېدله. په دغه جوپه کې يو مليون دوزه واکسين شامل دی، د فليپين ولسمشر رودرينګو دوتيرټی او په دغه هېواد کې د چين سفير هوانګ شي ليان د دغه واکسين سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و. 

په فليپين کې د چين سفير هوانګ په خپله وينا کې وويل، هم د حکومتي مرستې او هم د سوداګريزې اخستنې په برخو کې چين لومړی هېواد دی چې فليپين ته واکسين برابروي، ترې د چين او فليپين ترمنځ دوديزه دوستي او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو مخ په نږدې کېدو دوه اړخيزې اړيکې ښکاري. په فليپين کې د چين د سينواک شرکت لخوا د توليد شوي واکسين خونديتوب او اغېزه په پراخه توګه منل شوې ده. (هيله)