چين او ايران د هر اړخيزو همکاريو تړون لاسليک کړ
cri2021-03-30 17:15:18
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۷مه نېټه له ايران څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره د چين او ايران تر منځ د هر اړخيزو همکاريو تړون لاسليک کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په ۲۹مه نېټه په دې اړه وويل، چې دغه تړون به د دواړو خواوو تر منځ راتلونکيو همکاريو ته چوکاټ او پروګرامونه برابر کړي.

جاو لي جيان وويل، دغه تړون د اقتصاد او کولتور په ګډون يو شمېر برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د بلقوه فرصتونو پيدا کولو ته لومړيتوب ورکوي، پکې په راتلونکې کې د دواړو خواوو تر منځ د همکاريو د پرمختګ نقشه وټاکله شوه، مګر په دې اړه مشخص مقررات يا معيارونه نه دي ټاکل شوي. دغه تړون د هر بل هېڅ هېواد پر ضد نه دی. (شکريه)