امريکايي او لويديځ سياسيتوال دې د خپلو هېوادونو تاريخ ته يو ځل بيا کتنه وکړي
CRI2021-03-30 14:43:59
شريکول:

د روسيه ټودې (Russia Today) ويبپاڼې څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې وه او د امريکا هغه کړنه يې ډېره رياکارانه او مزخرفه بللې وه چې د شينجيانګ د بشري حقونو په پلمه يې پر چين بنديزونه لګولي دي. په دغه مقاله کې داسې ليکلي شوي چې (( د چين د مسلمانانو ګټو ته د امريکا د تش په نوم رياکارانه پاملرنې پر وړاندې زموږ يوازېنی معقول غبرګون تمسخر دی)).

ځينو امريکايي او لويديځو سياستوالو په خپلو هېوادونو کې د نژادي پرستۍ مخ پر سختېدونکي وضعيت په اړه سترګې پټې کړې دي، دوی ولې په ليرې او نورو ځايونو کې د چين د شينجيانګ خلکو له بشري حقونو سره داسې لېونۍ علاقه لري؟ دوی څرنګه په دې اړه خپل عمل توجيح کوي چې له يوې خوا د شينجيانګ خلکو له بشري حقونو سره د (( علاقې )) ادعا کوي، خو له بلې خوا بيا د شينجيانګ سپينو پنبو ته خپل تور لاسونه ور وړاندې کوي او غواړي په شينجيانګ کې د پنبو له څه باندې څو مليونو بزګرانو څخه د ژوند سرچينه ولوټي؟

حقيقت دا دی چې تش په نوم (( اجباري کار)) يعنې د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو له خوا جوړه شوې ډرامه ده، بېګانه نوم دی، ځکه چينايان تل پر دې اعتماد لري چې يوازې د کار او کوښښونو له لارې شتمنی او نيکمرغه ژوند تر لاسه کېدای شي،  همدغسې نظريې او هوډ د چين د پرمختګ د خوځنده ځواک مهم افزار دی. تش په نوم (( اجباري کار )) سابقه چېرې پيدا شوی؟ د امريکا او لويديځو هېوادونونو په تاريخ کې د اجباري کار تورې پاڼې لا هم پر ځای او پاتې دي.

د اتلسمې پېړۍ په پيل کې په امريکا کې د پنبو روزونکي صنعت له چټک پرمختګ سره ګڼ شمېر تور پوستي غلامان د دغه هېواد جنوبي سيمو کې پلورل کېدل او هلته د ځمکوالو تر ظلم، جبر لاندې د پنبو راټولولو کار ته په زور اړ شوي وو، عايدات او مزد يې نه درلودل او ډېر سخت له کړاوونو ډک ژوند يې درلود. دا په امريکا کې د غلامۍ د سلګونو کلونو د تاريخ يوه برخه ده او په دغه هېواد کې د هراړخيزې، سيستماتيکې او دواملرونکې نژاد پرستۍ عمده سرچينه ورسره تړلې ده.

راځئ وګورئ هغه امريکايي سياستوال چې په خولو کې يې د شينجيانګ (( بشري حقونه )) اوازونه بيا بيا پورته کړي، مخکې او اوس يې د مسلمانانو پر ضد يې څه کړه وړه کړي دي؟

تر اوس پورې امريکا په نړۍ کې يوازېنی هېواد دی چې د مسلمانانو په ورتګ يې د بنديز حکم صادر کړی دی. د امريکا د اسلامي اړيکو کمېټې په ۲۰۱۸ کال کې يو راپور خپور کړ.  په دې راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۶ کال راهيسې په دغه هېواد کې د مسلمانانو ضد ډلو شمېر دوه برابره زيات شوی دی.

بر سير پر دې، امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په افغانستان، سوريه او عراق کې سخت جنګي جرمونه تر سره کړي چې له امله يې لسګونه مليونه مسلمانان وژل شوي، ژوبل شوي، بې کوره شوي او د ژوند له اساسي حقوقو بې برخې کړی شوي دي. امريکا د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې د ايران په شمول پر ځينو هېوادونو ډېر سخت بنديزونه لګولي چې د دغو هېوادونو د اقتصادي رکود او د ځايي خلکو د ژوند ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلي دي.

يو دغسې هېواد چې همېشه يې د مسلمانانو سپکاوی کړی دی، بيا دا څه کيسه او خبره ده چې د شينجيانګ مسلمانانو ته ډېره پاملرنه کوي، ښکاره ده چې د دې تش په نامه پاملرنې تر شا سياسي موخې يې پټې دي. د دوی اصلي موخې دا دي چې غواړي د شينجيانګ د نساجۍ کارکوونکو ژوند او د شينجيانګ ثبات ويجاړ او خراب کړي او په دې وسيله د چين د پرمختګ مخه ونيسي.  د امريکا د ځمکني پوځ پخواني ډګروال لاورينس ويلکيرسون ويلي چې د شينجيانګ د اويغوريانو تش په نامه مسئله په چين کې د ګډوډۍ د جوړولو او د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د امريکا تر ټولو مهم ستراتيژيک پلان دی. د امريکا د هروارډ پوهنتون پروفېسير ستيون کيلمان ويلي چې امريکا يوازې د شينجيانګ له مسلمانانو سره د خپلو ګټو لپاره علاقه لري، امريکايي سياستوال هيڅ اسلامي هېواد ته پاملرنه او ارزښت نه ورکوي.

د شينجيانګ خلک د امريکا په پټ بد نيت باندې پوهيږي. د مارچ په ۲۹مه نېټه د شينجيانګ چارو په اړه د چين په يوه مطبوعاتي غونډه کې ګډونوالو دې ته اشاره کړې چې په شينجيانګ کې ملي لږکيو نفوس زيات شوی او د زياتېدو په حال کې دی او دلته د بېلا بېلو قومونو خلک په همغږۍ يو د بل تر څنګ خوشاله ګډ ژوند کوي، د نژادي تصفيې په شمول د لويديځو سياستوالو خبرې او ادعاوې بې بنسټه دي او په شينجيانګ کې د اجباري کار حالت شتون نه لري.

د امريکا او لويديځو هېوادونو له خوا جوړه شوې د شينجيانګ په اړه له درواغو ډکه ((ډرامه)) بايد نوره ختمه شي.