د چين د کمونيست ګوند د څو نمونه غړو معرفي
cri2021-03-30 17:50:23
شريکول:


۹۲ کلن جو يونګ کای په تېر ۲۰۲۰ کال کې د ګوند د غوره غړي لقب خپل کړی

سږکال د چين  د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰ مه کليزه او په دغه هېواد کې د دې ګوند د واکمنۍ ۷۲ مه کليزه هم ده. دغه ګوند په لومړي وخت کې يوازې لسګونه غړي درلودل، خو له سلو کلونو وروسته يې  اوس د غړو شمېر۹۰ ميليونو تنو ته لوړ شوی او په نړۍ کې تر ټولو لوی ګوند بلل کيږي.

دغه ګوند روان کال په شاندرو مراسمو نه لمانځي، بلکې ټولو غړو يې د روان کال له فبرورۍ څخه د  ګوند تاريخ ته بيا کتنې په نوم یو روزنيز پروګرام پيل کړ. د ټاکلي پلان له مخې د دغه ګوند هر غړی بايد د کتابونو لوستلو، له تاريخي ځايونو ليدنو او د غونډو رابللو په ګډون په بېلابېلو شکلونو د دې ګوند د تاريخ، تيوريو او تجربو په اړه هراخيز معلومات شريک کړي، څو د راتلونکو چارو په اړه زيات فکرونه وکړي او لاښه پلانونه جوړ کړي.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ددې ګوند له استازو سره د خبرو پر مهال پدې اړه ويلي،  موږ بايد په دقت سره پخوانۍ لارې ته بيا کتنه وکړو او دا لار بايد هيره نه کړو، څو د راتلونکې لارې د وهلو لپاره خوځنده ځواک ترلاسه کړو او په ټينګې ارادې سره دې د خپلې اصلي موخې د پوره کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو. د چين د کمونېست ګوند په اصول نامه کې راغلي، چې د دې ګوند اصلي موخه او دنده د چينايانو لپاره نيکمرغي لټول او د چیني ملت بيا احيا رامنځته کول دي.

يو ګوند نه یوازې هڅه کوي چې خپل کارونه  د زمانې له غوښتنو سره برابره کړي، بلکې خپله هغه اصلي موخه او ټاکلې دنده چې بنسټګر يې سل کاله وړاندې ټاکلې، نه بدلوي او د پوره کولو لپاره يې هڅې جاري دي.  دا پوښتنه پيدا کېږي چې د چين کمونېست ګوند څنګه دا کار کولای شي؟ د دغه ګوند په ټولو څه باندې ۹۰ ميليونو غړو کې يو شمېر غړي د نامتو کارونو او غوره خدمتونو له امله نمونې بلل کیږي، ددغو کسانو کيسې د ګوندي غړو په منځ کې غوږ په غوږ شوې او د معلومولو له لارې به يې د يادې پوښتنې ځواب په  اسانۍ پيدا کيږي.

۹۲ کلن جو يونګ کای په تېر ۲۰۲۰ کال کې د ګوند د غوره غړي لقب خپل کړی. نوموړی۷۵ کاله راهيسې په دغه ګوند کې شامل شوی. د نوي چین له جوړېدو مخکې يې د يوه استخباراتي کارکوونکي په توګه دنده پر غاړه درلوده او وروسته يې د يوه حکومتي مامور په توګه په خپله سیمه کې د بېوزلۍ له منځه وړلو او د چاپيريال ساتنې په برخو کې ډېر کارونه کړي دي او له تقاعد وروسته يې د ځايي خلکو په مشرۍ څه باندې ۶۷ مربع کيلومتره نيالګي کېنولي دي. نوموړی سږکال ۹۲ کلن شو، خو کله کله ښوونځيو ته ځي او ځوان ګوندي غړي هڅوي چې د ګوند د موخې د پوره کولو لپاره هڅې وکړي او خپل مسؤليت ترسره کړي.


اغلې جانګ ګوی مې

آغلې جانګ ګوی مې د هېواد په ښوونيزو او خيريه چاروته د ځان وقف کولو له امله د ګوندي غړو د نمونې په توګه هم بلل شوې. نوموړې په چين کې د نجونو لپاره د وړيا زده کړو لومړنۍ لېسه جوړه کړې او تراوسه څه باندې ۱۸۰۰ بېوزله نجونې له دې لېسې څخه فارغ شوې او پوهنتونونو ته تللې.

 جانګ ګوی مې ساده ژوند لري، هغې خپل ټول معاش او د ټولنيزو بسپنو لپاره راټولې کړې کابو يو ميليون چيني پيسې د ښوونيزو چارو او زده کوونکو لپاره لګولي دي. هغه وايي، کله مې چې دا خبر واوريد چې زما له لېسې څخه فارغ شوو نجونو په کانکور کې لوړې نمرې  اخيستې، نو زه ډېره خوشاله شوم او هيله لرم چې دوی د ټولنې لپاره غوره خدمتونه  وکړي.

د ګوند پر غړو سربيره، ډېر ځوان غړي هم د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې کوي، ۳۵ کلن انجنير دایوی، چې د COMAC په نوم د الوتکو جوړولو په يوه چيني کمپنۍ کې کار کوي او دنده يې د چين جوړ C919 ډول الوتکې ازموينه ده. دغه الوتکې يوازې د دایوی انجینرانو له لوري تر ازموينې وروسته خوندي بلل کیږي او مشتريانو ته سپارل کیږي. COMAC هڅه کوي چې په روان کال کې مشتريانو ته لومړی C919 ډول الوتکه وسپاري او اوس دغې کمپنۍ ته چيني او بهرنیو مشتريانو تر ۸۰۰ ډېرې الوتکو د جوړولو فرمايش ورکړی. دایوی وايي، هغه پدې ډېر وياړي چې د هېواد د ساينس او تکنالوژۍ د پرمختګ لپاره خدمت کوي.

یاد درې کسان د چين د کمونېست ګوند د ۹۰ ميليونو غړو ډېرې ښې بلګې دي، ځکه دوی خپله موخه نه هېروي او د پوره کولو لپاره يې خپلې هڅې نه سپموي. ”د ګوند تاريخ ته بيا کتنهښوونيز پروګرام موخه همداسې ده او دا د دې ګوند د اوږدې مهالې واکمنۍ رمز ښيي.