لوېديځ هېوادونه د شينجيانګ د پنبې په پلمه تسلط غواړي
cri2021-03-31 14:57:33
شريکول:

لويديځ هيوادونه په تېره بيا امريکا په دې وروستيو کې خپلې مټې رابډ وهلي او  د چين د شينجيانګ د پنبې  پر وړاندې مبارزه کوي .

يو شمېر اروپايي او امريکايي شرکتونه  په شينجيانګ کې د "جبري کارونو " د دروغو پر بنسټ ادعا کوي، چې د دغې سيمې پنبې به و نه کاروي. په حقيقت کې د دغو شرکتونو د يادو کړنو ترشا د امريکا په ګډون د لوېديځو هېوادونو درواغ ښکاري.

دغو  شرکتونو ويلي، چې دوی خپله پرېکړه د سويس د غوره پنبې د پراختيا ټولنې (BCI) د قضاوت پراساس کړې ده. دغه سازمان  يو غير حکومتي سازمان دی ،خو په نړيوالو چارو کې د لاسوهنې لپاره يې تر شا امريکا ولاړه ده، په حقيقت کې د امريکا يو مهم سازمان دی او د دغه هيواد پرمختيايي اداره يې تمويلوي .

پوهيدل اسان دي، خو دغه سازمان پر هرڅه سترګې پټوي، ځکه  په شانګهای کې يې د خپلې نماينده ګۍ د څېړنيز راپور پر پايلو سترګې پټې کړي او د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو  د څېړنيز انسټيټيوټ  د چين ضد غلط راپور ته يې اهميت ورکړی دی.

په شانګهای کې د ياد سازمان د نماينده ګۍ د څېړنيز  راپور پايلې ښيې، چې په شينجيانګ کې يې د څېړنې پر مهال  د جبري کار هيڅ قضيه نه ده موندلې.

په دې وروستيو کلونو کې د امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو د شينجيانګ په اړه يو لړ درواغ جوړ کړي، نو د شينجيانګ پنبې "جبري کار" پورې تړل، د دوی د درواغو ښکارندويي کوي. د چين ضد ځواکونه يو شمېر سازمانونه او ليکوالان تمويلوي او د شينجيانګ په اړه جعلي راپورونه  ترې غواړي، که څه هم  په دغو راپورونو کې درواغ  او پروپاګنډ له ورايه ښکاري، خو بي بي سي او نورې لوېديځې رسنۍ يې کاپي کوي او تر نړيوالو يې رسوي .  د چين ضد سازمانونه او سياستوال د دوی دغه چارې  پر چين د بنديز  لګولو لپاره  دليل ګرځوي او خپلې موخې ترسره کوي.

درواغ جوړوونکي ښکاره  پروپاګنډ کوي او  په قصدي ډول حقيقتونه له پامه غورځوي.

 په شينجيانګ کې د پنبې توليد له ډېرې مودې راهيسې د يو سيستم له لارې راټوليږي او راټولونکو ته يې هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي. له شمېرنې سره سم په ۲۰۲۰ کال کې په شينجيانګ کې ۷۰ سلنه پنبه په ماشينونو راټوله شوې، هلته د پنبې د راټولولو چارې  انټرنېټي زمانې ته داخلې شوي او د پنبې بزګران کولی شي، د ګرځنده App له لارې اړوند کارونه تر سره کړي.

د پنبې صنعت په شينجيانګ کې  د ځايي خلکو د ژوندد  ښه والي لپاره ستر رول لوبوي او د اويغوريانو د عايد اصلي سرچينه ده. لوېديځ سياستوال وايي، چې دوی په شينجيانګ کې د خلکو بشري حقونو ته ډېره  پاملرنه کوي، په حقيقت کې دوی هڅه  کوي، چې د شينجيانګ پنبه د نړيوال اکمالاتي چينل څخه جلا کړي، خو دا د بشري حقونو لوی طنز دی.

د شينجيانګ د پنبې کارکوونکو په دې وروستيو ورځو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې په قهر وويل، چې لوېديځو سياستوالو  له پلټنو پرته د شينجيانګ د پنبې صنعت تحريموي او د کروندګرو چارې يې خرابې کړې دي.

په حقيقت کې، امريکا او  لوېديځ هېوادونه نور سازشونه لري. موږ ټول پوهېږو چې شينجيانګ په چين کې پخوا د تاوتريخوالي او تروريستي پېښو سيمه بلل کېده. د چين د حکومت د اغېزمنې تګلارې له امله په تېرو څلورو کلونو کې په شينجيانګ کې د تاوتريخوالي هېڅ پېښه نه  ده رامنځته شوې او  ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د معيشت ښه والي کې بې ساري لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.  شينجيانګ په ۲۰۲۰  کال کې مطلق غربت له منځه وړی، د GDP د زياتوالي انډول يې ۳ اعشاريه ۴ سلنې ته رسېدلی، چې دا د هېواد له منځنۍ سويې   ۱ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين ضد لوېديځ ځواکونه چې د شينجيانګ او چين له پرمختګ څخه ويره لري، خپل تور لاسونه د شينجيانګ پنبې ته غځولي او غواړي  د اويغوريانو د پرمختګ او کار موندنې فرصتونو ته زيانونه  ورسوي، د تروريزم پروړاندې د شينجيانګ لاسته راوړنې زيانمنې کړي او د چين د پرمختګ پر وړاندې ننګونې رامنځته کړي. په حقيقت کې د شينجيانګ مسئله له بشري حقونو سره هېڅ تړاو نه لري ، بلکې دا د بېلتون غوښتنې، تاوتريخوالي او تروريزم ضد مسئلې دي .