د چين خارجه وزير په انلاين ډول د استانبول بهير د خارجه وزيرانو په ۹مه غونډه کې ګډون وکړ
CRI2021-03-31 10:09:32
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۳۰مه نېټه په انلاين ډول د افغانستان مسئلې په اړه د استانبول بهير د خارجه وزيرانو په ۹مه غونډه کې ګډون او يوه وينا يې وکړه. وانګ يي څرګنده کړه چې د افغانستان ټول ګاونډيان، د سيمې مهم هېوادونه او څو نړيوال ملاتړ کوونکي ټول د انستانبول په بيهر کې برخه لري. په نويو حالاتو کې دغه بهير د سولې او پرمختګ په پرمخبيولو او د ګډو نظريو په راغونډولو کې لا مهم رول لوبوي. چين هيله لري چې مختلفې خواوې په لاندينيو ۳ برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او ګډې هڅې وکړي. 

لومړی، بين الافغاني مذاکراتو ته دې پرمختګ ورکړي. اړوندې خواوې بايد په مسؤلانه توګه د باور فضا رامنځته کړي، زغم دې وساتي او د صميمانه خبرو اترو له لارې دې تلپاتې سوله قايمه کړي. نړيوال ملاتړ کوونکي بايد د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې اصول مراعات کړي، له شخصي ګټو پرته دې د عدالت په پام کې نيولو سره د افغانستان د سولې بهير مثبت لوري ته سوق کړي. 

دوهم، د افغانستان د بيا رغونې او پرمختګ خوځنده ځواک دې پياوړی کړي. مختلفې خواوې بايد له افغانستان سره د پرمختيايي وړتيا د پياوړتيا لپاره مرسته وکړي څو دغه هېواد د سيمې په اقتصادي پرمختګ کې شامل شي او د اسيا په مرکزي سيمه کې د ترانسپورټي تګ راتګ مهمه څلورلاره او د اقتصادي همکارۍ پل وګرځي. اوس د چين او افغانستان ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يادښت د پلې کېدو په حال کې دی. چين له افغانستان سره سلګونه ميليونه يوانه مرستې کړې دي. د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې چين افغانستان ته د وبا ضد وسايلو او خوراکي توکو څو جوپې مرسته ورکړې او بيا به لا نورې مرستي وکړي. چين به د چين، افغانستان او د منځنۍ اسيا ۵ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پيوستون په اړه د خارجه وزارتونو مرستيالانو غونډې کوربتوب ته دوام ورکړي او افغانانو به ته لا زيات پرمختيايي فرصتونه برابر کړي. 

درېيم، په افغانستان کې دې د ترهګرۍ ضد په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي. ترهګرۍ ضد مبارزه بايد دوه ګونې معيارونه و نه لري. مختلفې خواوې بايد لاسونه يو کړي، د القاعدې، داعش، د ختيځ اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګرو ډلو سره مبارزې ته زور ورکړي. بهرني پوځي ځواکونه بايد په مسؤلانه او منظمه توګه له افغانستان څخه ووځي او د ترهګرۍ د بيا رپورته کېدو مخنيوی دې وکړي. چين هيله لري چې له اړوندو خواوو سره په دې اړه هماهنګي او همکارۍ پياوړې کړي. 

( سپوږمۍ)