افغانستان کې درې ښځينه طبي کارکوونکې ووژل شوې
cri2021-03-31 10:28:29
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو افغان چارواکي د مارچ په ۳۰مه نېټه وويل، درې ښځينه طبي کارکوونکې په همدې ورځ د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د ډزو په اثر ووژل شوې.

د دې ولايت د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي، چې درې ښځې د اطفالو فلج ضد واکسين د تطبيق کارکوونکې وې، دوی په دوه ځايونو کې د ډزو په اثر وژل شوې دي. (شکريه)