چين تر اوسه ۸۰ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو سره د واکسین مرستې کړې
CRI2021-03-31 15:01:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين تر اوسه ۸۰ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو سره د واکسین مرستې کړې. هيله لري چې د چين هڅې د کرونا وبا ضد نړيوالو همکاريو ته نور باور او هيلې وروښيي.

د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومی منشي تيدروس د مارچ په ۲۹مه نېټه وويل، د شتمنو هېوادونو لخوا د تر لاسه شويو واکسينونو شمېر تر هغو هېوادونو ډېر زيات دی چې د کرونا وبا ضد د واکسين د ورکولو پلان (COVAX) له لارې يې واکسين تر لاسه کړی. تر اوسه پورې ۳۶ هېوادونو هيڅ واکسين نه دی تر لاسه کړی. د واکسينونوغير عادلانه ويش نه يوازې له اخلاقي پلوه ناسم دی، بلکې اقتصاد ته زيان رسوي.

هوا چون يينګ وويل، واکسين د ويروس ضد ښه وسله ده او بايد ټولې نړۍ او خلکو ته په عادلانه او مساوي ډول برابر شي. چین په هماغه لومړی سر کې ژمنه وکړه چې واکسين به د ګردې نړۍ لپاره د عمومی توليداتو په توګه برابر کړي او په پرمختيايي هېوادونو کې د واکسین د لاس رسی کېدو لپاره به هڅه وکړي. چين د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو پلان کې شامل شوی او ژمنه يې کړې چې په لومړۍ جوپه کې د پرمختيايي هېوادونو لپاره ۱۰ مليونه دوزه واکسينونه برابر کړي.