د چين د بهرنيو چارو وزارت د شينجيانګ په اړه د امريکا درواغ رد کړل
CRI2021-04-01 09:56:39
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې د شينجيانګ په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې بې ځايه نيوکې رد کړې او زياته يي کړه چې دغه تورونه ټول درواغ دي او د چين پر قومي تګلارو او د شينجيانګ د پرمختګ پر بهير بې بنسټه نيوکې دي، امريکا بايد له دغې (( ډرامې)) څخه لاس واخلي.

نومومړې وويل، چې امريکا د چين ضد کړيو د درواغو او جعلي معلوماتو له مخې ادعا کوي چې د چين په شينجيانګ کې (( نژادي تصفيه )) شتون لري. د امريکا دغه مزخرفه کړنه پر چينايانو تيری او د نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.