د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ويروس سرچينې د پيدا کولو کار يوه نړيواله دنده ده
CRI2021-04-01 10:40:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د کرونا ويروس د سرچينې پيدا کولو په چارو کې د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د ګډ څېړنيز راپور په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د ويروس سرچينې د پيدا کولو کار يوه نړيواله دنده ده او بايد په بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې تر سره شي، باور لري چې د روغتيا نړيوال سازمان او چين ګډ څېړنيز کار به په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس سرچينې د پيدا کولو په کارونو کې مثبت رول ولوبوي.

د جنورۍ له ۱۴مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې په وو هان ښار کې ۲۸ ورځنی څېړنې وکړې. هوا چون ينګ په دې څېړنه کې د برخوالو چيني او بهرنيو کارپوهانو د کوښښونو او مسلکي رويې ستاينه وکړه.