په چين کې بهرني شرکتونه بايد د لوېديځو سياستوالو تر منفي اغېزې لاندې را نه شي
cri2021-04-02 15:08:56
شريکول:

په دې وروستيو کې د شينجيانګ په کرنيزې ځمکې د پنبې راټولو ماشينونو د کار ويډيو په ويبپاڼو او ټولنيزو رسنيو کې مشهور شوې ده

دغه ويډيو د شينجيانګ پنبې په توليد کې د تش په نوم جبري کارونو په اړه د لويديځ دروغو ته قوي ځواب دی. هغه تصدۍ چې په کورکورانه ډول یې د شينجيانګ له پنبې استفاده رد کړې، بايد سم او ناسم مالومات درک کړي او د چين ضد د لوېديځو قواوو سياسي وسيله ونه ګرځي.

کومې تصدۍ چې د شينجيانګ پنبې ردوي، خپله به زيانونه ومومي. په شينجيانګ کې د پنبې توليدي اندازه د ګردې نړۍ په عمومي اندازه کې ۲۰ سلنه نيسي او د عرضې په نړيوال ځنځير کې يوه مهمه برخه جوړوي، نو د شينجيانګ پنبې د ځای نيونې لپاره د نورو پنبو پيدا کول اسان کار نه دی. امريکا په تېرې جنورۍ کې د شينجيانګ د پنبې واردات بند کړل، چې له امله يې د بېلا بېلو نړيوالو مارکونو د عرضې ځنځير تر زياتو فشارونو لاندې راغلی او شرکتونو ته د دې پنبې بدیل انتخاب او اړوند نظارت ډېر ګران دی او پایله يې دا کېدای شي، چې د تصديو لګښتونه لوړ شي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يو خبر په خپرولو سره ويلي، ډېر امکان شته چې اړوند شرکتونه د پنبې تر لاسه کولو لپاره له شينجيانګ څخه پنبې واخلي.

په حقيقت کې د شينجيانګ پنبې ډېر ښه بازار لري. د شينجيانګ د اوږدې اومې پنبې(( Long-staple cotton)) کیفیت په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي او تصدۍ هم ورته ډېر اهميت ورکوي او ډېرې زياتې سپارښتنې يې کوي.

 لوېديځو هېوادونو د شينجيانګ له پنېې استفاده رد کړې، چې امله يې ښايي د ګردې نړۍ په توليدي ځنځير کې ګډوډي رامنځته شي او د زراعتي توليداتو بيې هم ښايي عادي پاتې نه شي، د امريکې دا کړنه به د بازار ارام پرمختګ لپاره ګټوره نه وي او تصدۍ به هم زيانونه ومومي.

د يادولو وړ خبره دا ده، چې هغو بهرنيو شرکتونو چې د دروغو ښکار شوي او د شينجيانګ له پنبې يې استفاده رد کړې، په چين کې يې خپلې سوداګريز مارک ته زيان رسولی او چينايان يې خپه کړي دي او ښايي دغه زيانونه د تصدیو لپاره دايمي او ژور سرخوږی جوړ کړي. چين لوی بازار او ستر پټ ځواک لري، نو د بهرنيو شرکتونو لپاره ډېر مهم دی. په تېره بيا په ۲۰۲۰ کال کې د چين بازار عادي روان و او د کوويډ-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې د بهرنيو منسوجاتو شرکتونو هم ترې ګټې اخيستې دي.

د مثال په توګه د امريکا نايک شرکت په ۲۰۲۰ مالي کال کې په چين کې تر لاسه کړي عايدات د تېرو کلونو په نسبت ۸ سلنه زيات وو، دغه شرکت په خپل مالي راپور کې ويلي، چې د همدې کال په څلورم فصل کې په چين کې تر لاسه شويو ګټو يې د نړۍ په نورو سيمو کې د خپلو زيانونو جبران ورکړی دی. د سويډن اېچ اېنډ اېم (H&M) شرکت هم د چين بازار ته ستره اړتيا لري. چين د دغه شرکت  له ۵ لويو نړيوالو بازارونو څخه يو دی او په ۲۰۲۰ کال کې د چين بازار د دې شرکت په نړيوال کاروبار کې 5.2 سلنه نيولې وه.

شرکتونه له هر ځای د خپلو اومو توکو د اخيستلو حق لري، خو په کورکورانه ډول د سياسي دوسيې لپاره قرباني ورکول به د منلو وړ نه وي. هغه شرکتونه چې نه غواړي، د شينجيانګ پنبه وکاروي، بې له شکه ډېر زیانونه به وګالي، خو لوېديځ سياستوال به هیڅ زيان ونه مومي.

په حقيقت کې د چين بازار تل پرانيستې تګلاره غوره کړې او کوي يې، چين تل د بهرنيو شرکتونو د پانګونې هر کلی کوي او د دغو شرکتونو لپاره ښه سوداګريزه زمينه جوړوي. خو که ځينی بهرني شرکتونه په چين کې د ګټو تر لاسه کولو تر څنګ پر چين تورونه لګوي، دا بيخي د منلو وړ نه ده.

دا د يادولو وړ ده چې، اېچ اېنډ اېم(H&M) شرکت څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې چين يو مهم بازار دی او دوی به د چيني مشتريانو اعتماد او باور د بيا ترلاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي.  دغه شرکت ښايي صمیمي کړنې غوره کړي.