د بريتانيې کارپوه په چين کې د BBC پر پخواني خبريال سخته نيوکه کړې
cri2021-04-02 11:38:10
شريکول:

په چين کې د BBC پخوانی خبريال جون سودوورس د مارچ په ۳۱مه نېټه د چين له سترې برخې څخه وتلی دی، BBC په دې اړه يوه بيانه هم خپره کړه. د بريتانيې کارپوه توم فودي په ټويټر کې د ۵ مادو په خپرولو سره پر دغه خبريال سخت انتقادونه کړي.

د بريتانيې د نړيوالو اړيکو مبصر او خبريال توم فودي په ټويټر کې وويل، BBC د دې خبر پخلی وکړ، چې جون سودورس د چين له سترې برخې وتلی، خو د بي بي سي دغه خبرپاڼه له دروغ او تبعيض څخه ډکه ده. په چين کې د بي بي سي د بندېدو مسووله خپله بي بي سي ده. که څه هم دغه رسنۍ د بيان آزادۍ ته د ژمنتوب دعوا کوي، خو بي بي سي د چين ضد احساساتو د پارولو او د نوې سړې جګړې د جوړولو په ساحه کې لارښوونکی رول لوبولی. (شکريه)