د روغتيا نړيوال سازمان: ښايي په چین کې پر کوويد-۱۹ د اخته شوې لومړۍ پیښې له رامنځته کېدو مخکې دغه ويروس په ډیرو هیوادونو کې خپور شوی
CRI2021-04-02 10:27:11
شريکول:

د روسيې د سپونټنيکSPUTNIK ) خبري اژانس د مارچ په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور له مخې، ښايي په چین کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته شوې لومړۍ پیښې رامنځته کیدو دمخه دغه ويروس په ډیرو هیوادونو کې خپور شوی وي. په ياد راپور کې ويل شوي چې له څېړنيزې پایلې سره سم، د کوويد-۱۹  ویرس خپرېدل له لومړنۍ پېښ نه څو اوونۍ دمخه رامنځته شوی او ان د يو شمېر مشکوکو مثبتو نمونو د رامنځته کېدو وخت په وو هان کې د لومړۍ پېښې مخکې و . له دې څخه څرګندېږي چې دا امکان لري چې په نورو هېوادونو کې ویروس تشخيص شوی نه دی. راپور په ګوته کړه چې تر دې دمه ياده څېړنه تائيد شوې نه ده، خو دا اړینه ده چې د دې ویروس د احتمالي لومړنيو خپریدو پلټنه وکړي.

(ليلا)