چين : هيله لرو چې لوېدېځ هېوادونه له دوه ګونو معيارونو څخه لاس واخلي او د شينجيانګيانو د ژوند او پرمختګ حق درناوی وکړي
cri2021-04-02 11:34:03
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپرېل په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين هيله لري چې لوېديځ هېوادونه له دوه ګونو معيارونو څخه لاس واخلي او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د ژوند او پرمختګ حقونو درناوی او د روزګار د هڅونې او د ځايي وګړو د ژوند سويې د لوړولو لپاره د چيني حکومت د کوښښونو درناوی وکړي.

په دې ورځو کې، د فرانسې خبري رسنيو د دغه هېواد په ختيځ د باس رهين ولايت په يو زندان کې د مجرمينو ته د کاري عايد ورکولو خبر ورکړ او د مجرمينو د روزګار هڅونې لپاره يې د دې زندان لوړه ستاينه وکړه. هوا چون ينګ په دې اړه پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، له دې زندان پرته، په فرانسه کې نور ۶ زندانونه له شرکتونو سره همکارۍ پيدا کړې او مجرمينو ته يې مسلکي روزنې او عايد لرونکي کاري فرصتونه برابر کړي. زموږ په اند، دا ښه کار دی. فرانسوي مجرمين داسې حق لري، د شينجيانګ عام وګړي هم د روزګار له لارې د لا ښه ژوند د تر لاسه کولو حق هم لري. خو ولې د روزګار هڅونې او د بېوزلۍ مخنيوي لپاره د چين د شينجيانګ حکومت اقدامات اجباري کار بلل کېږي ؟