شي جين پينګ د پاکستان ولسمشر ته د همدردۍ پيغام ولېږه
CRI2021-04-03 14:28:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په لومړۍ نېټه د پاکستان ولسمشر عارف علوي د کرونا وبا اخته کېدنې په مناسبت نوموړي ته پيغام ولېږه او په دې پيغام کې يې له نوموړي سره همدردي څرګنده کړې ده او هيله يې ښودلې ده چې علوي ژر تر ژره دوباره روغ شي.

شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي، چين او پاکستان د هر فصل ستراتيژيک همکاران دي. د چين حکومت او خلک به تل د پاکستان له حکومت او خلکو سره يو ځای ولاړ اوسي او کرونا وبا ته به ماتې ورکړي. زه له پاکستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر علوي سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک د ټولنې جوړونې ته وده ورکړو او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو.