چين هرکلی کوي چې د بېلابېلو هېوادونو شخصيتونه شينجيانګ ته سفر وکړي
CRI2021-04-03 14:33:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اپريل په ۲مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې له شينجيانګ څخه د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي ولاديمير امامويچ نروف او په چين کې د بېلابېلو هېوادونو د سفيرانو او ديپلوماتانو د ليدنو په اړه معلومات ورکړي. هغه وويل، هرکلی کوو چې د بېلابېلو هېوادونو شخصيتونه شينجيانګ ته سفرونه وکړي او هلته د خلکو نيکمرغي او د اقتصاد پرمختګ حالت احساس کړي. باور لرو چې دروغ به رسوا شي عدالت رښتيا تل د خلکو په زړونو کې دي.

هوا چون يينګ وويل، د مارچ له ۳۰مې نېټې څخه د اپريل تر ۲مې نېټې پورې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي ولاديمير امامويچ نروف او په چين کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو د سفيرانو او ديپلوماتانو په شمول څه باندې ۳۰ تنو له شينجيانګ څخه ليدنې وکړې. دوی پخپله د شينجيانګ د ټولنې ارامتيا، د قومونو او مذهبونو ترمنځ همغږي او د اقتصادي پرمختګ حالت احساس کړي دي. دوی ټول هيله وښودله چې د خپلو هېوادونو او د چين د شينجيانګ ترمنځ همکاريو ته وده ورکړي، په تېره بيا د ترهګرۍ ضد او په تجارتي برخو کې همکارۍ پراخې کړي.