جوبايډن د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پلان اعلان وکړ
CRI2021-04-04 15:57:24
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن څو ورځې مخکې د ۲۲۵۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پلان اعلان وکړ او هيله يې وښودله چې دغه پلان د روان کال په دوبي کې د ملي کانګرس له خوا تصويب شي.

خو دغه پلان د ټولو له خوا د هرکلي وړ نه دی، ځکه د دې پلان پر وړاندې یوه سخته مسئله ده چې پيسې ورته له کوم ځای څخه راغونډېدلی شي؟ والستريټ ژورنال د (( د جوبايډن ماليات راځي)) تر عنوان لاندې په دې اړه يوه تبصره خپره کړه. په دغه تبصره کې راغلي دي چې د امريکا منځنۍ اقتصادي طبقه به د مالياتو له ډېر زياتوالي فشار سره مخ شي چې د زياتوالي اندازه به يې له ۱۹۶۸ کال راهيسې تر ټولو لوړه وي.

د نړيوال پولي صندوق مشرې کريستالينا جيورګيوا په دې وروستيو کې خبرداری ورکړی چې د امريکا د اقتصادي احيا چټکتيا ښايي د نړيوال پولي چاپيريال د سختېدو سبب وګرځي او ګڼ شمېر نړيوالې پانګې ښايي له نويو سمسورو او پرمختيايي اقتصادونو څخه ووځي.