د چين او کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه وکړه
CRI2021-04-04 14:18:54
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۳مه نېټه د چين په جنوب ختيځ کې د فوجيان ولايت په شيامن ښار کې د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزير چونګ يوی يونګ سره ليدنه او خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چين او د کوريا جمهوريت ګاونډي او دوست هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د کرونا وبا ضد د ګډې مبارزې په ترڅ کې لا نورې ټينګې شوې دي. سږ کال د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د کلتورونو تبادلې له کال سره برابر دی او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کليزې سره برابر وي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختګ د ژورېدو له مهم فرصت سره مخامخ دي. چين هيله لري چې له کوريا جمهوريت سره د خپلمنځي ستراتيژيو پيوستون ته وده ورکړي، د درېيمې خوا د بازارونو په پرمختګ کې همکارۍ چټکې کړي، ژر تر ژره د چين او د کوريا جمهوريت ترمنځ د ازاد تجارت تړون دوهم پړاو بحث پای ته ورسوي، د 5G، ډيجټلي کېدو او شين اقتصاد په برخو کې همکاري ټينګې کړي څو چې د لوړ کيفيت ښه همکاران وګرځي.

نوموړي وويل، د کوريا ټاپووزمې سوله او ثبات دې وساتل شي، د خبرواترو له لارې دې د دې ټاپووزمې د دايمي سولې ميکانيزم جوړ شي او له دې سيمې څخه دې ذروي وسله لېرې او پاکه شي. بېلابېلې خواوې بايد د يادو موخو لپاره هڅه وکړي.

دواړو خواوو موافقه کړې چې څواړخيزتوب خوندي کړي، د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون پلي کېدو ته دې وده ورکړي، د چين، جاپان او کوريا ترمنځ همکارۍ دې زياتې کړي او له اقليمي بدلون سره دې ګډه مبارزه وکړي. د کوريا جمهوريت د چين هرکلی کوي چې د ارام سمندر په سيمه کې هراړخيز او د پرمختګ په تړون کې ګډون وکړي.