ايران له امريکا څخه د ټولو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې
cri2021-04-05 12:59:38
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت معين د اپريل په پنځمه نېټه له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، ايران د امريکا هغه پلان نه مني چې له مخې به يې امريکا د ايران د ذروي مسئلې څخه وځي او بیا په په شرطونو يوځای کيږي. نوموړي زياته کړه چې ايران له امريکا څخه غوښتنه کوي چې پر دغه هېواد بايد ټول لګول شوي بنديزونه يو وخت لرې کړي.

نوموړي وويل، ايران به د روانې میاشتې په شپږمه نېټه په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په غونډه کې له امريکا پرته نورو اړوندو خواوو ته ياد تړون ته د بېرته ستنېدو شرايط وړاندې کړي. نوموړي وويل، ايران له امريکا څخه غوښتنه کوي چې دغه تړون په بشپړه توګه مراعت کړي او پر دغه هېواد بايد ټول لګول شوي بنديزونه لرې کړي. نوموړي همدرانګه زياته کړه، چې هېواد به يې د ټولو بنديزونو له لرې کېدو وروسته دغه تړون بېرته رعايت کړي.