افغان ځواکونو ۱۵۷ طالب جنګیالي وژلي
cri2021-04-05 12:59:12
شريکول:

د افغانستان دفاع وزارت د اپريل په څلورمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې افغان ملي امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷ طالب جنګيالي وژلي دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې حکومتي ځواکونو په کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، فارياب، کندوز، لوګر، غور، بدخشان او بلخ ولايتونو کې ۱۵۷ طالب جنګيالي وژلي او ۴۲ تنه نور يې ټپيان کړي او ۸۰ ماينونه يې له منخه وړي دي.

طالبانو د حکومتي ځواکونو بريدونو ته په غبرګون کې ويلي، که حکومتي ځواکونه خپل پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، دوی به هم ارام کېنني او خپل غچ به واخلي.