وانګ يي د چين د پنځو ګاونډيو هيوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره تر ليدنو وروسته د خبري رسنيو مرکې ومنلې
CRI2021-04-05 14:36:28
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ له ۳۱مې نيتې څخه د اپريل تر ۳مې نيټې پورې د چين په جنوب ختيځ د فوجيان په ولايت کې په وار سره د سينګاپور، ماليزيا، اندونيزيا، فليپين او د کوريا جمهوريت له بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدنې کتنې وکړې او تر دې ليدنو وروسته يې د خبري رسنيو مرکې ومنلې.  

يو خبريال له وانګ يي څخه پوښتنه وکړه، اوسمهال د کوويد-۱۹ ضد واکسين د کوويد-۱۹ وبا د وقايي او کنټرول د راتلونکې لپاره د کيليدي او د مهم رول لرونکی دی، خو د ځينو په اند چين د دغه واکسين له لارې غواړي خپلې ديپلوماتيکې چارې ترسره کړي، تاسې په دې اړه څه ويل لرئ؟

وانګ يي ددې پوښتنې په ځواب کې وويل، د کوويد-۱۹ ضد واکسين د دغه وبا د ختمولو او د ژوند د ژغورنې لپاره مهمه لاره چاره او وسيله ده، خو د ځينو له خوا د واکسين احتکار کول د ټولې نړۍ لپاره يوه مسئله ګرځېدلې ده او هغه شتمن هيوادونه چې نفوس يې په ټوله نړۍ کې شپاړس سلنه برخه نيسي، د ټولې نړۍ شپېته سلنه واکسينونه يې تر لاسه او زېرمه کړي دي، حتې په ځينو پرمختللو هيوادونو کې د دغه واکسين د  اخيستنې اندازه يې د نفوس د شمېر له دوه يا دری برابره څخه هم لوړه ده. په عين وخت کې په يو زيات شمېر پرمختيايي هيوادونو کې د واکسين د کموالي حالت ډېر سخت دی. د واکسين له لارې د کوويد-۱۹ د وقايې د چارو په بهير کې د مختلفو هيوادونو ترمنځ واټن زيات دی او لوی توپيرونه د افسوس وړ دي، بايد ووايو چې دا يو واقعيت دی. 

وانګ يي وويل، د چين دولت رئيس شي جين پينګ مخکې په څرګنده او په ټينګار سره ويلي دي د چين واکسين به تر جوړېدو وروسته په ټوله نړۍ کې د عامه توليداتو په توګه وړاندې شي او په پر مختيايي هيوادونو کې د واکسين د ورکولو په بهير کې به خپل خدمتونه ترسره کړي. چين خپله ژمنه عملې کړې ده او تر اوسه پورې يې له څه دپاسه اتياوو هيوادونو او دريو نړيوالو سازمانونو سره د واکسين مرستې کړي دي، دغه راز څه دپاسه څلوېښتو هيوادونو ته يې د واکسين صادرات کړي دي او د واکسين د څيړنې او توليد په چارو کې يې له څه دپاسه لسو هيوادونو سره همکارۍ کړې دي.

د جنوب ختيځې اسيا سيمې مهمې دي چې چين د واکسين د توليدولو په چارو کې ورسره همکارۍ کړې دي. د چين واکسين د خونديتوب، ډاډمنتيا او مؤثريت د اسيان په بېلا بېلو هيوادونو کې هرکلي او ستاينې تر لاسه کړې دي. د اسيان د يو هيواد بهرنيو چارو وزير چې دا ځل يې چين ته سفر کړی، ويلي دي، چين د واکسين له لارې ډيپلوماتيکې چارې او موخې پر مخ نه بيايي، خو د لوی هيواد په توګه په دې برخه کې خپل مسؤليت په ښه توګه سرته رسوي. 

وانګ يي د چين او اسيان ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت کې وويلې، چين او اسيان له تېر کال راهيسې په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې په ساحه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې او په دې برخه کې يې ښه پرمختګونه تر لاسه کړي دي او يو د بل تر ټولو لوی سوداګريز همکاران ګرځيدلې دي. چين او اسيان د سيمه ايزو هر اړخيزو اقتصادي دوستانه اړيکو تړون لاسليک کړی دی او په ګډه يې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی د ازاد تجارتي راکړو ورکړو هوکړه نهايي کړې ده.

چين وړانديز وکړ چې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه يوه ځانګړې غونډه دې ترسره شي او په تېرو دېرشو کلونو کې د چين او اسيان ترمنځ د همکارۍ تجربې او لاسته راوړنې دې راټولې شي، په راتلونکې کې د دايمي همکارۍ هدفونه دې وټاکل شي چې په دې اړه د څلورو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لېوالتيا او مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

وانګ يي د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت کې څرګنده کړه، وانګ يي د يادو پنځو هيوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره د امريکا په انکوريجي کې د چين او امريکا ترمنځ د ناستې او د راتلونکي لوري په هکله خبرې اترې کړې دي. د دوی په نظر د چين پرمختګ حتمي دی او د دې سيمې د بېلا بېلو هيوادونو له ګډو هيلو او دايمي ګټو سره سمون لري. د دوی په نظر چين او امريکا بايد په دې سيمه کې لا زياتې خبرې اترې او همکارۍ وکړي، سيالۍ او مقابلې دې کمې کړي او د لويو هيوادونو په توګه دې مسؤلانه دندې ترسره کړي.

وانګ يي همدارنګه په خپلو خبرو کې په ټينګار سره وويل، د چين دريځ همېشه دايمي او څرګند وي. که امريکا غواړي خبرې اترې وکړي، د چين دروازه هر وخت خلاصه ده. خو خبرې اترې بايد د برابرۍ او يو د بل د درناوي پر بنسټ ترسره شي. که امريکا همکاري غواړي، چين يې هرکلی کوي، خو په همکاريو کې يو د بل د پاملرنې وړ مسئلو ته بايد په درنښت وکتل شي، د دواړو ښکېلو خواوو په ګټه اوسي. که امريکا غواړي سيالي وکړي، چين به غلی او بې غبرګونه پاتې نه شي، سيالي بايد تل د سالم رقابت، د عدالت او بازاري اصول پر بنسټ ترسره شي. که امريکا غواړي له چين سره مقابله وکړي، چين به ونه ويريږي. چين له هغو کړنو سره په ټينګه مخالفت کوي چې د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په پلمه ترسره کيږي، د دروغو او ناسمو معلوماتو له لارې پر چين غير قانوني، يو اړخيز بنديز لګوي.

وانګ يي زياته کړه، خبرې اترې د سيالۍ په پر تله ښه دي، همکارۍ د مقابلې په پرتله ښې دي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې څرګنده کړې ده چين غواړي له امريکا سره د شخړې او مقابلې د نه شتوالي، يو د بل د درناوي کولو او د ګډو ګټو په لرلو سره د ګډو همکاريو پر بنسټ همغږې همکاريزې او ثابتې اړيکې ټينګې کړي. هيله من يو چې امريکا د چين د ملي ګټو احترام وکړي، په سمه توګه د چين پرمختګ ته وګوري، په رغوونکې توګه د سيمه ايزو هيوادونو او نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ورکړي، له چين سره يو ځای د لويو هيوادونو د ښې بڼې ښودنې وکړي او په ګډه د سيمه ايزې او نړيوالې سولې، د ثبات او پرمختګ ساتنه  وکړي.