انتونيو ګوټريس: دا اخلاقي سرغړونه ده چې ټيټ عايدات لرونکي هېوادونه په برابره توګه د کرونا ضد واکسين ته لاس رسی نه لري
cri2021-04-06 15:37:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د اپريل په ۵ مه نېټه په ويډيويي پيغام کې وويل، دا اخلاقي سرغړونه ده چې ټيټ عايدات لرونکي هېوادونه په برابره توګه د کرونا ضد واکسين ته لاس رسی نه لري.

هغه وويل چې د کرونا ويروس بحران زموږ په ټولنه کې نابرابري روښانه کوي. د هغو کسانو پر کرونا ويروس د اخته کېدو او مړينې کچه لوړ وي چې له بې وزلۍ، د ژوند نامناسب حالت، وزګارتيا او د ټولنيز سپکاوي سره يې مبارزه کړې.

هغه زياته کړه چې د کرونا ضد واکسين پلې کولو پلان تر وړاندې کولو وروسته تر اوسه پورې زياتو هېوادونو د کرونا ضد واکسين تر لاسه کول پيل کړي. خو په ټيټ عايدات لرونکو هېوادونو کې زيات کسان بايد منتظر پاې شي او واکسين يې نه دی کړي. دا اخلاقي سرغړونه ده او د نړيوالو روغتيا، اقتصاد او ټولنې يې له خطر سره مخ کړې دي.

(مينه)