د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد خطيب زاده د اپريل په ۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې ايران ته هغه لايحه د منلو وړ نه ده چې امريکا ګام په ګام له ايران څخه بنديزونه ليرې کوي، امريکا دې لومړی له ايران څخه ټول بنديزونه ليرې کړي.
نوموړي وويل، د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيزتړون په اړه غونډه به د روانې میاشتې په ۶مه نېټه په ژنیو کې ترسره شي، له ايران د امريکا د ټولو بنديزونو ليرې کېدل د دې غونډې يوه مهمه اجنډا ده.
نوموړي زياته کړه چې امريکا بايد لومړی له ايران ټول بنديزونه ليرې کړي، ايران به د دغو بنديزونو ليرې کېدو تر تائيدېدو وروسته په پوره او جدي توګه ذروي تړون تطبيق کړي. (هيله)