شي جين پينګ د شيا من پوهنتون د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت ورته د مبارکۍ پيغام وليږه
cri2021-04-06 11:07:27
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين رهبر شي جين پينګ د اپريل په ۶مه نېټه د شيا من پوهنتون د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت ورته د مبارکۍ پيغام وليږه او په دغه پيغام کې يې د دې پوهنتون ټولو ښوونکو، محصلینو، په کور او بهر کې له دې پوهنتون څخه فارع شويو محصلینو ته تودې مبارکۍ او صميمي نيکې هيلې وړاندې کړې دي. 

شي جين پينګ په دغه پيغام کې دې ته اشاره وکړه، شيا من پوهنتون د ډېرو ښو دودونو لرونکی پوهنتون دی. له سلو کلونو راهيسې، دغه پوهنتون د بنسټ ايښودونکي چن جيا ګنګ د روحيې تر لارښوونې لاندې پر غښتلې فضا او روحيې ټينګار کړی او ګڼ شمېر وتلي کسان يې روزلي دي چې د هېواد د ابادۍ، د وګړيو د نيکمرغه ژوند د جوړولو او په کور او بهر کې د چين د ځلانده کلتور د خپرېدا لپاره يې فعاله خدمتونه ترسره کړي دي. (هيله)