په چين کې د سختې بېوزلۍ له منځه وړل، د بشري حقونو د ساتلو يو ښه مثال دی
cri2021-04-07 15:53:39
شريکول:

چين د اپريل په ۶مه نېټه ((د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د چين عمليات)) په نوم سپين کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې د يو لړ شمېرو او بېلګو په وسيله له سلو کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چينايانو د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو بهير ښودل او بيان شوی دی.  نړيوالې ټولنې په چين کې د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو حالت برياليتوب ته ډېره پاملرنه کړې او ډېرو شخصیتونو پوښتنه کړې ده چې چين څرنګه وتوانېده چې دغه کار بشپړ او ترسره کړي.

په دغه کتاب کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه د چين يو لړ ګټورې تجربې راټولې او بيان شوې دي، مثلاً د وګړو د اړتياوو او لومړيتوبونو په مرکزيت د حکومتوالۍ په چوکاټ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو ته تل لومړيتوب ورکړل شوی دی، د بېوزلو وګړو د ونډې او مهم رول درلودلو تر څنګ د بېلا بېلو خواوو ځواکونو په همغږۍ سره په ګډه په اغېزمنه توګه کارونه ترسره کړي دي. په دې بهير کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د چين واکمن ګوند يعنې د کمونېست ګوند تل د وګړو اړتياوو او لومړيتوبونو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

سږ کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کاليزې سره برابر دی. له تاريخي لحاظه په نړۍ کې به بل واکمن ګوند پيدا نه شي چې د چين د کمونېست ګوند په شان يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره داسې ستر او نه ستومانه کېدونکې کوښښونه او زيارونه ايستلي وي. په حقيقت کې د چين د کمونېست ګوند د خپل تأسيس له مودې راهيسې تل پر دغې مهمې موخې ټينګار کړی دی چې ټول چينايان د نيمکرغه ژوند لرونکي اوسي او خپل هېواد اباد او پياوړی کړي.

د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته، په چين کې د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې پلې شوې، او د بېوزلۍ له منځه وړلو پلانونه ګام په ګام عملي شوي دي، په دې بهير کې د چين حکومت تل د يوې اساسي موخې د پوره کولو لپاره پرله پسې زيارونه ايستلي دي او د څو دورو مشرانو په وار سره په دوامداره توګه په دې لړ ارزښتناک کوښښونه کړي دي. د يادونې وړ خبر دا دی، چې د چين کمونېست ګوند له اتلسمې ملي کنګرې وروسته، د عمومي منشي شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د چين د کمونېست ګوند د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره اغېزمن پلان او ستراتيژۍ ټاکلې او تطبيق کړې دي د بېوزلۍ ضد داسې يوه کاميابه مبارزه يې پيل کړې ده چې د انسان په تاريخ کې تر ټولو د لويې پيمانې لرونکې ده او ډېر زيات وګړي به ترې برخمن او ګټې واخلي.

له لسو کلونو راهيسې، هر کال په منځنۍ توګه ۱۰مليونه وګړي د سختې بېوزلۍ له حالت څخه ايستل شوي دي. دغه شمېر د دې حقيقت ښودنه کوي چې د چين حکومت تل د وګړو ګټو او حقوقو ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې. د بريتانيا د کمبرېج پوهنتون لوړپوړي څېړونکي ماټين جاکو ويلي، د سختې بېوزلۍ له منځه وړلو بریاليتوب د چين د کمونېست ګوند لخوا د چين حالت د بدلون په اړه يوه لويه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

دا يو څرګند واقعيت هم دی چې د سختې بېوزلۍ له منځه وړلو کار بشپړېدل نه يوازې په چين کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ يو تاريخي برياليتوب دی، بلکې د بشري حقونو د ساتلو يو ډېر ښه مثال هم دی. چين په دې برخه کې ښه او ګړندی روان دی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰کال د دوامداره پرمختګ لايحې او د بېوزلۍ له منځه وړلو موخو په بشپړولو توانېدلی دی او په دې توګه په نړۍ کې يو پر پنځمه برخه وګړي د ارام، ازاد او نيمکرغه ژوند لرونکي ګرځول شوي دي. دا په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره ستر او مهم خدمتونه دي.

په ياد سپين کتاب کې همدارنګه راغلي دي، له ۲۰۱۶کال څخه تر ۲۰۲۰کال پورې د چين د ملي لږکيو په ۵ کورواکو سيمو او ګوی جو، يون نان، چينګ های دريو ولايتونو کې ۱۵مليونه ۶ لکه وګړي له بېوزلۍ څخه ايستل شوي دي، ۲۸هغه ملي لږکي چې نفوس يې لږ دی، د بېوزلۍ له حالت څخه په پوره توګه وتلي دي. په هغو سلو مليونو وګړو کې چې د بېوزلۍ له حالت څخه وتلي دي، ښځې پکې کابو نيمه برخه نيسي. د بېوزلۍ له منځه وړلو او د بشري حقوقو د ساتنې په برخه کې د چين کوښښونه واقعي دي، رښتيني دي او پرې هېڅکله سترګې نه شي پټېدلی، نو هغه لوېديځ هېوادونه چې د بشري حقونو ساتنې په پلمه پر چين بې ځایه، بې اساسه تورونه لګوي، هرومرو به ناکامه او په خپلو کړو به پېښمانه شي.