تندلارو نيمګړي کتابونه چاپ کړي او اويغوري زده کوونکو ته يې خپل لاسونه غځولي وو.
CRI2021-04-08 16:33:40
شريکول:

د چين نړيوال ټلويزيون څو ورځې مخکې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې((جګړه)) په اړه يو مستند فلم خپور کړ.

په دغه مستند فلم کې يوه داسې دوسيه ياده شوې، چې له مخې يې د شینجيانګ ځايي خلکو په ۲۰۱۶ کال کې پوليسو ته راپور ورکړ، چې د ابتدايي او منځنيو ښوونځيو لپاره د اويغوري ژبې په تدريسي کتابونو کې د نژادي تبعيض او د وطن د تجزيې خبرې شوې دي.

پوليسو د دغو کتابونو په اړه پلټنې پېل کړې او ويې موندل، چې د  ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹م کالونو کې په چاپ شويو تدريسي کتابونو کې د تندلارۍ فکرونه ځای شوي او دغه نيمګړي تدريسي کتابونه د چين د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې ۱۳ کاله زده کوونکو ته تدريس شوي دي.

د شينجيانګ د ښوونې مطبعې ايډېټرې شهيدا يوسف چې د يادو تدريسي کتابونو په چاپولو کې يې دنده درلوده، داسې معلومات ورکړل، چې په دغو نيمګړو تدريسي کتابونو کې د تندلارۍ، نژادي تبعيض او دښمنۍ، د وطن د تجزيې او زورزياتي او تاوتريخوالي په اړه زيات محتويات ليکل شوي وو، چې پر زده کوونکو يې خورا منفي اغېزه کړې ده.

د بېلګې په توګه، په يو کتاب کې د تش په نوم د ختيځ ترکستان جمهوريت يو ملي نښان چاپ شوی او دغه کېسه يې ورسره لیکلې، چې ۷ اويغوري نجونې د هان قوم له عسکرو سره په نښته کې ځان وژنې ته اړې شوې وې. برسېره پر دې، په دغو تدريسي کتابونو کې د چين د ولسي جمهوريت د ملي بيرغ، نښان او ملي سرود په شمول مهم معلومات، چې بايد پکې موجود وای، هيڅ څرک يې پکې نه ليدل کيږي.

د دغو نيمګړو تدريسي کتابونو تر شا د شينجيانګ د ښوونيزو چارو ادارې د وخت مشر ستار ساوت(SATTAR SAWUT) په مشرۍ يوې ډلې لاس درلوده.

دغه ډله په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوې، چې د شينجينګ د ښوونيزو چارو ادارې پخوانی مشر، مرستيال، د ښوونې مطبعې مشر او دوه ايډيټران پکې شامل وو.

ستار ساوت په زندان کې په دې اړه وويل، چې هغه وخت مې غوښتل، له خپل واک نه ګټه واخلم او د نورو قومونو ضد احساسات او تندلارۍ فکرونه اويغوريانو ته ورسوم او په فکري ډول دوی کنټرول او ورباندې اغېزه وکړم، څو دوی ليواله شي او هيواد تجزيه کړي.

هغه په ۲۰۰۳ کال کې يو فرصت پيدا کړ، چې شينجيانګ ځايي حکومت د ابتدايي او منځنيو ښوونځيو لپاره د اويغوري ژبې د تدريسي کتابونو د چاپولو پلان جوړ کړی او هغه د دې کار د مسؤل په توګه ګمارل شوی و. هغه خپل مرستيال علم جان مېمتيمين او د شينجيانګ د ښوونې مطبعې وخت مشر عبدالرازق سعيم ته هدایت کړی و او ورته يې ويلي وو، چې دا ډېر ښه فرصت دی او مونږ بايد له خپل پلان سره سم د خپلو راتلونکو ځای نيوونکو د روزلو لپاره اړوند کارونه تر سره کړو.

عبدالرزق سعيم بيا د تدريسي کتابونو د ليکلو او ايډيټولو دندې خپلو ۲ ايډيټرانو یلقون روزي او وحيد جان عثمان ته سپارلې وې او غوښتنه يې ورڅخه کړې وه، چې په تدريسي کتابونو کې د قومي ظلم په اړه زيات محتويات ځای کړي.

يلقون روزي او وحيدجان عثمان نه يوازې دغه تدريسي کتابونه وليکل، بلکې د ايډيټولو، د ابتدايي څېړنې، اخري سنجش او د پروف لوستلو یا کره کولو دندې يې هم پر غاړه درلودې. دوی د چين له اړوند کاري بهير څخه څرګنده سرغړونه کړې ده.

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹م کالونو کې، چې کوم نيمګړي تدريسي کتابونه چاپ شوي، په ټولو کې د زورزياتي، ترهګرۍ او تجزيې مالومات ليکل شوي وو. مجرمينو توطيه درلوده، چې تاريخي واقعيتونه بدل کړي او زده کوونکو ته د وطن د تجزيې فکر ورکړي، د کيسو په جوړولو سره نژادي دښمني رامنځته کړي او د هيواد د تجزيې لپاره لار جوړه کړي.

دغه تدريسي کتابونه د شينجيانګ په ښوونځيو کې د ۱۳ کلونو لپاره تدریس شوي، چې له امله يې زيات شمېر زده کوونکو جرمونه ترسره کړي دي.

ستار ساوت په دې اړه وايي، چې د زياتو ترهګريزو پېښو يو شمېر پلانوونکي زموږ زده کوونکي وو، مونږ دوی ته دغه مالومات ورکړي او تر خپلې اغېزې لاندې مو راوستلي وو.

ستار ساوت څه موده مخکې، د چين د ولسي جمهوريت له جنايي قانون سره سم، د هېواد د تجزيې او رشوت په تور په اعدام محکوم شو او ۲ کاله وروسته به اعدام شي او پاتې ۳ کسان په عمري بند محکوم شوي دي.

اوس مهال د شينجيانګ په نويو تدريسي کتابونو کې چې په اويغوري ژبې ليکل شوي، د چين د ولسي جمهوريت ملي نښان او بيرغ په اړه د هيوادپالنې معلومات شامل شوي دي.

د شينجيانګ د ښوونې مطبعې ايډيټرې سوريا ميرهدام خبريالانو ته وويل، چې هيله منه یم، چې زده کوونکي خپل ځانونه د چين اتباع وبولي او په دې پوه شي، چې شينجيانګ د هېواد يوه نه بېلېدونکې برخه ده. زموږ تدريسي کتابونه به زده کوونکي له تندلارۍ نه وساتي او د خپلې کورنۍ، ټولنې او وطن لپاره به ګټور بچيان وروزي.