په چين کې افغان سوداګر: د چين کمونېست ګوند يو لوی ګوند دی او د چيني ملت او خلکو لپاره يې نه هيرېدونکي خدمتونه ترسره کړي او کوي يې
cri2021-04-08 14:36:32
شريکول:

په تېرو څو لسيزو کې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چین عمومي اقتصادي ځواک پياوړی شوی دی، د وګړو ژوند په څرګنده توګه ښه شوی او په نړۍ کې لوړ نړیوال مقام خپل کړی دی. په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې د چين د کمونېست ګوند بريالۍ تجربې او د دې ګوند تر واکمنۍ لاندې لاسته راوړنې په نړيواله ټولنه کې د پاملرنې وړ دي.

په چين کې افغان سوداګر تحسین په دې وروستيو ورځو کې د چین مډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې وويل، د چين کمونېست ګوند يو لوی ګوند دی او د چيني ملت او وګړو لپاره يې نه هيرېدونکي خدمتونه ترسره کړي او کوي يې.

ښاغلی تحسین په ۱۹۹۹کال کې په لومړي ځل چين ته راغلی او له همدې کال څخه راپدېخوا يې د تجارت لپاره چين ته ډير زيات سفرونه کړي دي. د تجارت لپاره د چين ټاکل د مهم  لامل د يادونې په ترڅ کې يې داسې وويل، له ما څخه دمخه زما ورور په چين کې سوداګري کوله چې د چین له اقتصادي پرمختګ څخه برخمن شوی دی. نو ما هم په چین کې کاروبار پيل کړ او اوس زموږ د کورنۍ تر اغيزې لاندې زما د کلي شاو خوا پنځه سوه کسان دلته سوداګري کوي. زما په اند د چين او افغانستان ترمنځ کوم ځانګړی توپيرونه موږ ته نه تر سترګو کيږي او چين موږ ته د خپل کلی او کور په څېر دی.

په تيرو څو لسيزو کلونو کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې ستر بدلونونه راغلي دي. نوموړي په چین کې د څه باندې شلو کلونو لپاره ژوند کوي چې له دې کبله د چین د اقتصادي پرمختګ عيني شاهد پاتې شوی دی. هغه وويل چې له ۱۹۹۹کال څخه تر اوسه پورې په چین کې راغلي بدلونونه ډېر حيرانوونکي دي. ځکه چې چین په کم وخت کې ډېر پرمختګ کړي، لکه د خلکو د ژوند ډول، اقتصاد له اړخه، ځمکنی او هوايي ترانسپورټي بدلونه او د نویو ودانيو ابادي او جوړېدل چې دغه ټولې لاسته راوړنې د چين د ښې حکومتولۍ ښکاروندويي کوي.

د ده په اند د چین حکومتولي نه يوازې خپلو خلکو ته سوکاله، نيکمرغه او خوشاله ژوند بلکې د تجارت لپاره يې بهرنیو سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي په تېره بيا د امنيت په برخه کې. هغه په دې اړه داسې وويل، هره مياشت يو ځل د چين د ځايي پوليسو مشر زموږ د حالت پوښتنه کوي او زموږ د ستونزو اورېدو لپاره له موږ سره تل په اړیکه کې وي. نو ځکه د دوی په مرستې سره په چين کې زما ژوند ډاډمن، خوندي او ارام دی.مونږ دلته داسې احساس نه کوو چې زه د خپل کور څخه لېرې بل چيرته مسافر یم چې دا د چین د خلکو د ښه سلوک او کړنې له کبله دي او د همدې اړیکو له امله زه دلته په ډېرو ښارونو کې ګرځېدلی يم او ډېر ځايونو ته مو چکر وهلی دی.

د ښاغلي تحسین په نظر یو با امنه، باثباته او سمسور هېواد د دغه هېواد  د مشرانو او واکمن ګوند له رهبرۍ سره مستقيم تړاو لري. د چين ددې ټولو دومره ډېرو لاسته راوړنو، اصلي لامل د چینايانو له هڅو او د چین د کمونېست ګوند ښې رهبرۍ سره اړه لري. هغه وويل چې په کوچنيوالي کې مې د چين د کمونېست ګوند نوم اورېدلی و، خو په دې اړه مې زیات معلومات نه درلول. کله چې چین ته راغلم او د چینايانو او چین لپاره مې د دوی خدمتونه ولیدل. نو درک مې کړه چې رښتیا دغه ګوند یو لوی ګوند دی او د چين او چيني وګړو لپاره يې نه هېرېدونکي او نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي او کوي يې، په ځانګړي ډول د اقتصاد  په برخه کې. د دې ترڅنګ د نورو هېوادونو په پرتله په چين کې اداري فساد شتون نه لري چې دا هم د چین د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سبب ګرځېدلی دی.

د مرکې په پای کې هغه داسې وويل، زه هيله لرم چې هر هېواد د چين په څېر ولسمشر او حکومتي سيستم ولري تر څو وګړي يې په ارامۍ، هوسايۍ او خوښیو کې د یو بل تر څنګ نېکمرغه ژوند  وکړي.