چين د بشري حقونو په برخه کې د امريکا تېريګر عملونه بيان کړل
cri2021-04-08 10:51:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په شينجيانګ کې د بشري حقونو په اړه يو ځل بيا د امريکا درواغ او بې ځایه تورونه رد کړل او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد تعصب پرېږدي او په خپل هېواد کې د بشري حقونو ستونزو د ليرې کولو لپاره دې اغېزمن تدبيرونه ونيسي. 

ښاغلي جاو لي جيان وويل، امريکا د بشري حقونو په برخه کې د استعمار، نژادي تبعيض، په نورو هېوادونو کې د ناارامتيا رامنځته کولو، د نورو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او دوه ګونو معيارونو د غوره کولو پنځه تېريګر عملونه کړي دي. امريکا له اوږدې مودې راهيسې د بشري حقونو د لارښوونکي په توګه ځان وپېژانده او په عين وخت کې يې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني معيارونه غوره کړي چې بشري حقونه يې د خپلې زورواکۍ د ساتلو وسيله ګرځولې او پر نورو هېوادونو يې بې ځايه تورونه لګولي او بدنام کړی يې دی. (هيله)