په چين کې له بې وزلو کسانو او سيمو سره دقيقې مرستې په نړۍ کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره نوې لاره چاره ده
cri2021-04-08 10:29:11
شريکول:

د برازيل د ساوپالو ايالت پوهنتون اقتصادپوه پروفسور لويس پالينو پخوا د موټر په وسيله د چين ځينو ښارونو ته سفرونه وکړل. هغه وويل چې څو کاله دمخه مې د چين له جيانګ شي ولايت څخه د هو بۍ ولايت ته په موټر کې لاړ او په دې سفر کې مې معلومات تر لاسه کړل چې په دغو ولايتونو کې زياتره کسان د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي دي. په دې وروستيو ورځو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د چين کارونو په هکله سپين کتاب خپور شو او پکې په دې برخه کې د چين لاسته راوړنې هم يادې شوي دي.د ۲۰۲۰ کال په پای کې چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ټاکلي موخه پوره کړې  چې له امله يې د اوسني معيار له مخې ۹۸ مليونه ۹۹۰ زره بې وزلي کليوال په پوره توګه د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي چې دغه شمېر په نړۍ کې له بې وزلۍ څخه د وتلو کسانو د عمومي شمېر په سلو کې اويا برخه نيولې ده. له دې کبله چين د ۲۰۳۰ کال لپاره د م م د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا له مخې له مهالويش څخه لس کاله مخکې د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخه تر سره کړه او په دې برخه کې يې عجيب ريکارډ  جوړ کړ.

چين څنګه دغه عجيب ريکارډ جوړ کړی؟ په دې برخه کې د چين يوه مهمه او ځانګړې تجربه له بې وزلو سيمو او کسانو سره دقيقه مرسته ده. د دې ترڅنګ چين له خپلو ځانګړتياوو سره سم له نورو هېوادونو څخه د تجربو زده کړه وکړه او په ابتکاري توګه يې خپله تګلاره پلې کړې ده.

دا څرګنده او روښانه ده چې له بې وزلو کسانو او سيمو سره دقيقې مرستې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د بريا راز دی او په دې برخه کې د نړۍ لپاره نوې لاره چاره هم ده. د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې د م م د ۷۳ مې دورې په عمومي اسامبلې کې په کليوالو سيمو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله پرېکړه ليک تصويب شو او پکې  له بې وزلو کسانو او سيمو سره دقيقې مرستې هم شاملې دي. په چين کې د م م د پرمختيايي پروګرامونو د ادارې استازي بيټ ترنګمن وويل چې له بې وزلو کسانو او سيمو سره د چين د دقيقې مرستې لارې چارې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ تجربه ده.

حقيقت دا دی چې د چين دغه تجربه په نړۍ کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ښه رول لوبوي. په سپين کتاب کې راغلي چې چين په اسيا کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره په ګډه په کليوالو سيمو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه د خپل پلان د پلي کولو لپاره هڅې کړې، دغه راز چين په افريقا کې د بنسټيزو تأسیساتو د ابادۍ او د کرنيز او طبي چارو د پرمختګ لپاره له افريقايي هېوادونو سره همکارۍ کړې او په لاتينې امريکا کې يې د کرنيزو تخنيکونو نمونوي مرکز جوړ کړی او له دې لارې يې له بې وزلۍ څخه د وتلو لپاره له ځايي وګړو سره مرستې کړې دي. نورو هېوادونو ته د چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د افکارو، لارو چارو او تخنيکونو له خپرېدو څخه کڼ شمېر هېوادونو او خلکو ډېرې ګټې اخيستي دي.

د ميکونګ سيند پر غاړه د لاوس، کمبوديا او میانمر په شپږو کليو کې په دقيقه توګه له بې وزلو کسانو او سيمو سره د مرستو ګلاره پلې شوې چې په پايله کې يې د زیاترو کليوالو په ژوند کې ستر بدلونونه راغلي دي.

که مونږ د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره له مناسبو لارو چارو څخه استفاده وکړو، غربت او بې وزلي به هرو مرو له منځه يوسو. نو له دې لحاظه په دې برخه کې د چين اوسنۍ لاسته راوړنې او تجربې نه يوازې پر چين بلکې پر نړۍ پورې اړه لري.