د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګريز حالت فعال ښکاري
CRI2021-04-09 12:10:21
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اپريل په ۸مه نېټه په بېجينګ کې يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګريز حالت فعال ښکاري او د چين حکومت به د وارداتي مالياتو تګلارې په غوره والي سره د وارداتو بيا هڅونه وکړي. 

نوموړي وويل چې موږ په دې ورځو کې د څه دپاسه ۲۰ زرو سوداګريزو تصديو په اړه يو سروې خپره کړې او ترې څرګندېږي چې اوس مهال د تصديو لخوا تر لاسه شوې سپارښتنې د تېر کال په پرتله لږ څه زياتې شوې دي. کابو نيمه برخه تصدۍ په دې نظر دي چې د اړوندو لګښتونو او مالياتو د کمولو او د سوداګرۍ د اسانه کېدو په شمول د چين د حکومت ځينو تګلارو دوی ته زياتې ګټې رسولې دي. دوی په دې اند دي چې د روان کال د بهرنۍ سوداګرۍ حالات تر اوسه روان دي او پر وړاندې يې يو لړ ننګونې او ستونزې موجودې دي. 

( سپوږمۍ)