د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين له لابراتوار څخه د ويروس د خپرېدو په هکله فرضيع هيڅ امکان نه لري
CRI2021-04-09 14:30:05
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د اروپا، امريکا، استراليا او جاپان څلورويشت ساينس پوهانو او څيړوونکو د يو پرانيستي پيغام په خپرولو سره ويلي، په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د کوويد-۱۹ د سرچينې د لټولو کارونه تر سياسي اغيزې لاندې راغلي دي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل د اتمې نيټې له غرمې وروسته په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د دغه ويروس د سرچينې د لټولو کارونه په واقعي ډول تر سياسي اغيزې لاندې راغلي دي، خو له چين څخه نه، له امريکا او ځينو هيوادونو څخه دی.

جاو لي جيان وويل، دوی د کوويد-۱۹ د سرچينې د لټولو مسئلې ته سياسي رنګ ورکوي، د چين او د روغتيا نړيوال سازمان تر منځ په همکاريو کې لاسوهنه وکړي، پر چين تور لګوي، په پرانيستي ډول د ساينس پوهانو د خپلواکۍ او علمي څيړنې ته چلنج وړاندې کوي چې دا نه يوازې د کوويد-۱۹ د سرچينې د لټولو نړيوالې همکارۍ خرابوي، بلکې د کوويد-۱۹ وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې پر نړيوالو هلوځلو اغيزه اچوي. ساينس پوهانو په چين کې له مشخصو ليدنو کتنو او پوهايوو وروسته په اتفاق سره هغه نتيجه تر لاسه کړه چې د چين له لابراتوار څخه د ويروس د خپرېدو فرضيه هيڅ امکان نه لري.