جنوبی سمندرګی د امريکا د بادارۍ لټولو ډګر نه شي ګرځېدلی
cri2021-04-10 11:21:28
شريکول:

د اپريل په اوومه نېټه د امريکا د سمندري پوځ د روزويلټ په نوم د الوتکې وړونکې بېړۍ جنګي ډلې په جنوبي سمندرګي کې ګډ پوځي تمرين تر سره کړ. دا په روان کال کې درېيم ځل دی چې دغه الوتکه وړونکې بېړۍ جنوبي سمندرګي سيمې ته داخليږي. له دې څخه ښکاريږي چې امريکا په جنوبي سمندرګي کې د سولې خرابولو تر ټولو لوی ګواښ دی،خو په دې سمندري سيمه کې به د امريکا دسيسه هرو مرو ناکامه شي.

امريکا د بادارۍ په نقشه کې جنوبي سمندر په هندي او ارام سمندري سيمو کې د دوی د لارښوونکي مقام د ساتلو لپاره د يوې کليدي سمندري برخې او د چین د مخنيوي د مهمي برخې په توګه بولي. امريکايي پوځ کله نا کله د ازاد تګ راتګ په نوم جنوبي سمندرګي ته داخليږي، خو حقيقت دا دی  چې د دې سيمې په غاړه د پرتو هېوادونو ملي حاکميت او امنيت ته يې زيانونه رسولي دي.

د يوې شمېرنې له مخې تېر کال د امريکا پوځي بېړۍ له لس ځلې زيات له دې سمندري سيمې څخه تېرې شوې. د جوبايدن حکومت د واک د تر لاسه کولو له دريو میاشتو راهيسې د امريکا الوتکه وړونکې بېړۍ درې ځلې جنوبي سمندرګي سيمې ته داخله شوې او د دې ترڅنګ امريکا له خپلو ملګرو هېوادونو سره د همکاريو له لارې په دې سيمه کې پر چين باندې فشارونو ته مخه کړې تر څو په هندي او ارام سمندري سيمو کې يې خپله ستراتيژي پلې کړې.

له دې څخه څرګنديږي چې د امريکا په رهبرۍ او هڅونې سره له جنوبي سمندر پرته د نورو سيمو هېوادونو په دې سيمه کې ننګونې جوړې کړې چې دا د جنوبي سمندري چارو د پوځي کېدو يو اصلي لامل دی. خو له اوسني حالت لحاظه د امريکا دغه دسيسه به هرو مرو ناکامه شي.

له يوې خوا د امريکا هغه کړنه عملی کېدونکې نه ده چې غواړي له ملګرو هېوادونو سره د همکاريو له لارې پر چين باندې فشارونه واچوي. د څېړونکو په اند په دې اړه د امريکا د ملګرو هېوادونو عمليات محدود دی. د بېلګې په توګه که څه هم جاپان او استراليا څو ځلې کلک دريځونه بيان کړي، خو د دوی بېړۍ او الوتکې هېڅکله له امريکا سره يو ځای جنوبي سمندرګي له سيمې څخه نه دي تېرې شوې. له جنوبي سمندرګي پرته د نورو سيمو هېوادونه يوازې جنوبي سمندرګي د خپلو سياسي ګټو د لټولو لپاره صحنه بولي.  د دوی لپاره دا يو ستونزمن کار چې د چين په وړاندې څرګند عمليات تر سره کړي.

د دې ترڅنګ په جنوبي سمندر کې د امريکا کړنه د سيمه ييزو هېوادونو له خوا د سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د موندلو له هيلو څخه سرغړونه ده چې دا د منلو وړ نه ده.

روان کال د چين او اسيان ترمنځ د خبرو اترو اړيکو له ټينګېدو له دېرشمې کاليزې سره برابر دی او دوه اړخيزې همکارۍ نړيوالو ته خوځنده ځواک ښودلی دی. له ۲۰۲۰ کال راهيسې د کرونا وبا پر وړاندې چين له اسيان سره په ګډه اړوندې ستونزې لېرې کړې دي چې دواړه خواوې له کرونا وبا سره په مبارزه کې د همکاريو نمونه ګرځېدلې ده. دغه راز دواړو خواوو د سوداګرۍ او پانګونو په همکاريو کې پرمختګونه کړي دي. لومړی ځل دی چې يو د بل ښه سوداګريز همکاران ګرځېدلی دی.

جنوبي سمندرګی د امريکا له خوا د بادارۍ د لټولو ډګر نه دی. د امريکا ناسمې کړنې د سيمه ييزو هېوادونو د سولې او پرمختګ د پرمخبيولو د ټينګ هوډ او هڅو مخنيوی نه شی کولی.