په امريکا کې د کرونا وبا له امله د مړينې انډول د نړۍ په کچه نژدې ۲۰ سلنه نيولې
cri2021-04-10 16:00:12
شريکول:

د امريکا نفوس د نړۍ نفوس له ۵ سلنې څخه کم دی ، خو تر دې دمه ، پر کرونا وبا د اخته شويو کسانو شمېر يې د نړۍ په کچه له ۲۵ سلنې څخه ډیر شوی او د مړینې انډول يې نژدې۲۰ سلنې ته رسیدلی دی. څه د پاسه ۵۵۰ زره تنو امريکايانو قیمتي ژوند له لاسه ورکړی. له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره د ټرمپ حکومت د کاري ډلې همغږي کوونکي ديبوراه بیرکس د CNN لخوا په نشر شوي یوه مستند فلم کې ویلي چې فدرالي حکومت خلکو ته ګډوډ پیغامونه لیږي. دا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په بهير کې د امريکا د حکومت "لومړۍ لويه تېروتنه" ده.