مالکون کلاک:د فلمونو د ثبتولو له لارې د چين او لويديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پل جوړوم
cri2021-04-10 15:39:13
شريکول:

د اسکار جايزه ګټونکي او د بريټانيا د مستندو فلمونو مشهور ډايرېکټر مالکون کلاک د اپريل په اتمه نېټه وويل چې د چين بيا سمسورتيا په ۲‍۱مه پېړۍ کې تر ټولو لوی خبر دی. 

هيله لرم چې د فلمونو د ثبتولو له لارې د چين او لويديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پل جوړ کړم. په تېرو څلوېښتو کلونو کې ښاغلي مالکوم کلاک د مستندو فلمونو او ډرمې په جوړولو لګيا دی او د نړۍ ډېرو سيمو ته يې سفرونه کړي دي. په دې وروستيو کلونو کې چين د ده د فلمونو عمده مضمون دی. په همدې ورځ يو لنډ فلم چې پکې يې ګډون کړی، د چين په شانګهای کې خپور شو او پکې يې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کېدو راهيسې د چين ستر بدلونونه انځور کړی دی. هغه وويل چې هېڅ يو هېواد د چين په شان نه دی چې په دومره کم وخت کې يې دومره ډېرې لاسته راوړنې درلودلې. د اپريل اتمه نيټه د چين د وو هان ښار د قرنطين حالت د لغوه کېدو له لومړۍ کاليزې سره برابر و. هغه په دې ښار کې له کرونا وبا سره د مبارزې د يوه عيني شاهد په توګه خپلې لوړې او ژورې يادې کړې او ويې ويل چې  ده د فلم د جوړولو په موده کې هغه حالت ليدلی چې څو لکه طبي کارکوونکي د دې مبارزې لپاره وو هان ښار ته تللي وو او ساختماني کارکوونکي په ډېر کم وخت کې روغتونونه جوړ کړل. هغه هيله وښودله چې  د دې فلم تر خپرېدو رووسته ډېر ناپوهاوی لېرې شي او لازيات وګړي په دې مبارزه کې د چين د خدمتونو په باب معلومات تر لاسه کړي.(غاټول)