پر چين د امريکا او اروپايي ټولنې بنديزونه لګول له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده
cri2021-04-10 15:50:32
شريکول:

په چين کې د ايتاليا پخواني لوی سفير البيرتو برادانيني د ځايي خبري رسنۍ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، پر چين د امريکا او اروپايي ټولنې بنديزونه لګول له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده کوم چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ميکانيزم کې نه دي تصويب شوي، خو دا په يوه اړخيزه توګه پريکړه شوی. دا له چين سره د امريکا د سړې جګړې يوه لاره ده.

نوموړي ويلي، اوسمهال د امريکا اقتصادي مقام د زياتو هيوادونو د پرمختګ په وخت کې دومره مهم نه دی. نو دغه هيواد د نا قانونه جګړو او د نورو پر بشري حقونو د تيري کولو له لارې په نړۍ کې خپل اعتماد کم کړی دی. هغه دا نظر څرګند کړ چې په لويديځه نړۍ کې د چين د شينجيانګ په هکله خبرونه ټول رښتيني نه دي. په شينجيانګ کې د جوماتونو په شمول زيات مذهبي ځايونه شتون لري. پر دينونو د اعتقاد لرونکو حقونه د ثبات، قومي يووالي، خونديتوب او د امنيتي عادي نظام پر بنسټ تر خونديتابه لاندې دي. په شينجيانګ کې د نژادي ټولوژنې خبر سم نه دی، له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د اويغوريانو شمېر د زياتوالي له شمير څخه دغه نتيجه ثابته او څرګنده ده.