د روغتيا نړيوال سازمان د بډايه او بې وزلو هېوادونو ترمنځ د کوويد ۱۹ ضد د واکسين ويش پر خورا سترې نابرابرۍ او بې عدالتۍ حيراني وښوده
cri2021-04-11 10:46:37
شريکول:

د جنوبي افريقا خبري اژانس د اپريل په لسمه نېټه په نړۍ کې د واکسين د ويش او ورکولو په  باب خبر ورکړ او ويې ويل چې د روغتيا نړيوال سازمان د بډايه او بې وزلو هېوادونو ترمنځ د کوويد۱۹ ضد د واکسين ويش پر خورا سترې نابرابرۍ او بې عدالتۍ حيران شوی دی. د خبر له مخې پرمختللو هېوادونو ډېر واکسين اخيستي او زيرمه کړي چې له امله يې بې وزلو هېوادونو له واکسين څخه استفادې محروم شوي دي. پخوا د روغتيا نړيوال سازمان موخه ټاکلې وه چې د ۲۰۲۱ کال ترسلمې ورځې پورې د ټولو هېوادونو خلکو ته واکسين ورکړي شي. خو تر اوسه پورې دغه موخه نه ده تر سره شوې او ۲۶ بې وزلو هېوادونو لا تراوسه هم له واکسین څخه استفاده نه ده کړې. د پرمختللو هېوادونو نفوس د نړۍ د عمومي نفوس په سلو کې ۱۶ برخه نيسي خو د دوی له خوا د زيرمه شويو واکسين اندازه د نړۍ د ياد واکسین د عمومي اندازې په سلو کې ۴۹ برخه نيولې ده.(غاټول)