افغان پوځ د ۹۵ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ور کړ
cri2021-04-11 10:40:11
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د دفاع وزارت د اپريل په لسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې افغان حکومتي پوځ په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۹۵ وسلوال طالبان وژلي دي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په بغلان ، تخار، بلخ، غزني، بدخشان،اروزګان، هلمند او کندهار ولايتونو کې په پوځي عملياتو کې ۹۵ وسلوال طالبان وژلي او ۳۹ تنه نور وسلوال طالبان يې ټپيان کړي دي. د دې ترڅنګ حکومتي پوځ ۳۴۲ خښ شوي ماينونه شنډ کړي دي.

طالبانو د اپريل په څلورمه نېټه په خپله اعلاميه کې ويلي وو چې که حکومتي پوځ د طالبانو د له منځه وړلو لپاره پوځي عملياتو ته ادامه ور کړي،  طالبان به ځوابی بريدونه وکړي.(غاټول)