سي ان ان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو وخت د ځنډېدو په باب د بايډن د پرېکړې دفاع کړې
cri2021-04-12 14:14:34
شريکول:

سي ان ان په دې ورځو کې د افغان ښځو د حقونو د ساتنې په پلمه د يوې مقالې په خپرولو سره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو وخت د ځنډېدو په باب د ولسمشر جون بايډن د پرېکړې دفاع کړې او دا کار د امريکايانو لخوا سخت غندل شوی. يو امريکايي انټرنيت استعمالوونکي په دې اړه وويل، دا د امپرياليزم بېرته ستنېدو په معنا ده.

د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد سرتيري دوګلاس کارل وويل، د جګړې پلويان جګړې ته د ادامه ورکولو لپاره هر څه کولای شي.

د انټرنيټ يو استعمالوونکي بايډن ته په خطاب کې وويل، د نه ختم کېدونکي جګړې د ستاينې لپاره د رسنيو کړنې ډېرې د کرکې وړ دي، سمدلاسه جګړه ختمه کړه، زموږ ځواکونه بېرته خپل هېواد ته راوله راوله، هر سرتېری، همدانن راوله ! (شکريه)