په چين کې د کرونا وبا ضد واکسين ورکولو د دوزو شمېر په نړۍ کې دوهم ځای نيولی
CRI2021-04-12 09:35:45
شريکول:

 د چين د دولتي شورا د اپريل په ۱۱مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې اوس په چين کې د کرونا وبا ضد واکسین ورکولو چارې په ښه توګه روانې دي. د اپريل تر ۱۰مې نېټې پورې په دې هېواد کې د دې واکسين د ورکولو دوزونو شمېر ۱۶۴ مليونو او ۴۷۱ زرو ته رسېدلی دي، چې دغه شمېر په نړۍ کې دوهم ځای نيولی دی.

اوس د کرونا وبا ضد د سينواک کمپنۍ واکسين د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو کارولو د اجازې د ارزونې په وروستي پړاو کې دی.